The news is by your side.

د اسلامې کورنۍ ځانګړتياوې!

خبريال وېب پاڼه: کورنۍ چې د ژوند مهم اصل دی هر څوک غواړي چې د ښایسته اخلاقو او اوصولو کورنۍ ولري کورنۍ د مور او پلار د يوځای والې وروسته د اولادونو د زيږيدو وروسته تشکليږي يعني کورنۍ د مور او پلار او اولادونو د ګډ ژوند څخه عبارت دی.

د کورنۍ نوم چې انسان يې د خپلې کورنۍ د شهرت او ځانګړنو لپاره د خپل نوم وروسته کاروي چې تخلص هم ورته وايې.

د انسان شخصي ژوند د هغي کورنۍ پورې اړه لري که چيري انسان د ښې کورنۍ څخه وي نو انسان شخصي ژوند به هم ښايسته وي او خلک به يې په نيک نوم يادوي او که چيري انسان د خرابي کورنۍ څخه وي نو دا بيا هم ټولنې ته ضرري دی او هم خپل ځان ته او هم په ټولنه کې يو ډول فساد رامنځته کوي.

کورنۍ ډير ډولونه لري لکه مسلمانه کورنۍ، غربي کورنۍ، بوت پرسته کورنۍ او نور…

دلته به د مسلمانې کورنۍ په ځانګړتياو وپوهيږو!

اسلام چې د ژوند د اوصولو او مقرراتو بشپړ دين دی اسلام د ژوند ټولو برخو ته اوصول ټاکلی د نړۍ هيڅ يو دين د اسلام په شان سپيڅلی نه دی او نه هم د اسلام په شان ژوند ته ارزښت ورکوي.

مسلمانه کورنۍ هغه کورنۍ ده چې د کورنۍ ټول غړي د الهي شريعت د مقرراتو او اسلامي اخلاقو پابنده وي يعني هغه مسؤوليتونه، اوامر، دندې، او مقررات چې د الله ج له لوري ورته ټاکل شوي وي عمل وکړي او هم د حضرت محمد ص د سنتو پابند اوسي.

په اسلامي کورنۍ کې اولادونه په مور او پلار حق لري ترڅو د اسلامې ژوند له ارزښتونو، ادابو، او قوانينو يې وپوهوي او هم د الله ج له لوري ورکړل شوي مسؤوليتونه وپيژني.

مور او پلار د نورو علومو څخه مخکې بايد خپل اولاد قران عظیم الشان په لوستلو تفسير او تجويد د پيغمبر ص په سنتو او د الله ج په اوامېرو وپوهوي او هم الله ج د مور او پلار خدمت او احترام په اولادونو فرض کړی اسلام د کورنۍ دواړو غاړو ته که هغه مور او پلار دي او که اولادونه ځانګړي قوانين ټاکلي دي که چيري يو کورنۍ په اسلامي ارزښتونو سمباله وي هغه کورنۍ به تل خوشحال او پرمختګ کوونکي کورنۍ وي.

همدارنګه د مور او پلار يو مسووليت دا هم دی چې خپل اولادونه له حرامو، فحشاوو، ناروا کارونو څخه وساتې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.