The news is by your side.

طالبان د خپلو جنسي ستونزو د حل په لټه کې

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د ج+ سي ناروغيو يوې متخصصې ډاکټرې بتول حیدري د یوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي دي چې د طالبانو له راتګ څخه وېره نلري بلکې همدا اوس ورته ګڼ شمېر طالبان د خپلو ج+ سي ناروغيو او ستونزو د حل او تداوۍ په موخه مراجعه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ لپاره يو ډول ذهني تمرين کېږي او ټول خلک د ځان سره دا پوښتنې لري که طالبان بيا په حکومت کې خپل ونډه ترلاسه کوي او يا هم حکومت ترلاسه کوي نو ددوی سره به څه کېږي ددوی کاروبار او دنده به د څه ډول سرنوشت سره مخ کېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان خلک د طالبانو د حکومت او واکمنۍ د دورې ناوړه خاطرې اوس هم پخپل ذهن کې لري، له همدې کبله اوس د ډېرو خلکو سره ډول ډول ډار او وېره ملګرې ده.

د ج+ سي ناروغيو ډاکټره

مېرمن بتول حیدري چې د ج+ سي ناروغيو ډاکټره ده په دې هکله پوښتل شوې ده، دا چې طالبان له دې ډول مسايلو سره په ښکاره چندان جوړ نه دی او ددې ډول مسلو په عام ډول څېړل ښه نه ورته ښکاري نو د مېرمن بتول حيدري څخه هم په دې هکله پوښتنه وشوه چې ايا دا د خپل مسلک او کاروبار د لاسه ورکولو وېره نلري؟

د مېرمن بتول ځواب يو څه خوشبينانه و، دې ددې پوښتنې په ځواب کې د یوه خصوصي بهرني تلویزیون خبریال ته وويل چې نه، دا په دې هکله کومه وېره نلري، مېرمن بتول زياته کړه چې دا ډول ستونزې طالبان هم لري، بلکې همدا اوس ډېري طالبان دې ته مراجعه کوي.

بتول وايی طالبان ورسره خپلې ج+ سي ستونزې شريکوي، د بېلابېلو سيمو څخه ورته راځي او دا هم ددوی د ستونزو د حل لپاره هغوی ته مشورې ورکوي او د اړتیا په صورت کې ورته درمل ليکي.

مېرمن بتول وايی ډېری طالبانو چې د خپلو ج+ سي ستونزو او ناروغيو نه هکله ورته مراجعه کوله نو په پاړسي ژبه نه پوهېدل، له همدې‌ کبله به يې د ځان سره يو داسې کس هم راوستلی و چې په پاړسي ژبه خبرې وکولی شي.

په دې هکله دقیق مالومات نشته دي او نه هم دا مالومات ډاکټر بتول ورکړل چې د طالبانو له ډلې دا ډول ناروغان دقیق د کومو سمو څخه راځي.

د طالب مشر امر

په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي نو دا هيله ورسره ده چې طالبان به راشي او په افغانستان کې به يو نورمال ژوند پيل کړي، مشران به يې په حکومت کې ونډه واخلي او نور وګړي به یې خپل ژوند پي کړي.

له يوې خوا اوس افغان ټولنه چې د شل کاله پخوا څخه اوس يوه متفاوته ټولنه ده، اوس خلک دې ته ګوری چې طالبان به څه ډول طالبان وي، د بلې خوا د طالبانو مشران هم دا حالت ګوري او خپلو طالبانو ته ځينې نوي حکمونه ورکوي.

څه موده وړاندې د طالبانو مشر ملا هیبت الله خپل یو نوی امر صادر کړ، د طالبانو مشر پخپل دې امر کې ددې ډلې له ټولو غړو څخه یوه ځانګړې غوښتنه کړې وه، ده طالبانو ته په زغرده ویلي و چې د يوه واده څخه د زياتو ودونو له کولو څخه دې په جدي ډول ډډه وکړي.

د طالبانو مشر پخپل دې امر کې ويلي و چې که څه هم په شرعي ډول د یوه څخه زيات ودونه کول کومه ستونزه نلري خو دوهم واده کول د عيش او عشرت کار دی، د طالبانو مشر زياته کړې وه چې د افغانستان حالت اوس د عيش او عشرت کولو حالات نه دي له همدې کبله بايد طالبان له دويم او دريم واده کولو څخه ډډه وکړي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.