ژوندۍ مړه ښځه

خبریال ویبپاڼه/ دا ښځه  له څو کلونو راهیسې محکمې ته ځي او په خالي لاس بیرته راځي، دا ټولې هلې ځلې هغه د د ې لپاره کوي  ترڅو ثابته کړي چې هغه ژوندۍ ده، مګر لاهم بریالی سوې نه ده.

دا ښځه بېچاره درې کاله کیږي چې د خپل ژوندي کولو رښتیا ثابت کړي د انسانانو د مرګ او ژوند په هکله عجبې پیښې کیږي تاسو زموږ سره په نورو مطلبونو کې د مړه د ژوندي کولو او نورې جالبې پیښي لوستلې خو اوس د یوه داسې چا چې ژوندۍ ده خو خلک يې مړه بولي کیسه درته کوو.

یو ۵۸ کلنه فرانسوۍ میرمن چې جین بوچین نومیږي له تیرو دریو کلونو را په دې خوا محکمه په محکمه ګرځي ترڅو ثابته کړي چې هغه ژوندۍ ده خو د بیا بیا هڅو سره سره بیا هم نه ده توانیدلې، محکمې د لیون ښار کې  د دې قضيې ته د رسیدګي له خاطره څو غونډې هم ترسره کړې دي، خو تراوسه يې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د فرانسې د ستریتس ټایمز د راپور له مخې دا کیسه هغه مهال رامنځ ته سوه چې د دې ښځې او یوه کارکوونکي ترمنځ يې یوه حقوقي دعوه پښه سوه، د بوچین او کارکوونکي ترمنځ يې د قضیې د حل لپاره محکمې ته تګ راتګ زیات سو، چې په یوه جلسه کې د مدعي یعني د بوچین کارکوونکي  قاضي ته وویل هغه نوره جلسې ته نسي راتللی ځکه هغه مړه سوه.

له هغې ورځې را وروسته قاضي بوچین یوه مړه سوې ښځه حساب کړه او په هغه لیست کې يې ونیوله موده وروسته چې ژوندۍ بوچین محکمې ته مراجعه کوي نو په دې کیسه پوهیږي او اوس یوازي د خپل ژوند په هکله چې ثابت یې کړي مبارزه کوي هغې سره په ۲۰۱۷ کال کې  دغه پیښه سوې او لاهم مبارزه کوي

عجبه داده چې قاضي بغیر  له کوم سند او مدرکه د هغې مرګ تائید کړی د بوچین وکیل اوس کوښښ کوي چې دا رښتیا دروغ ثابت کړي خو لاهم نه دی توانیدلی

اصلي ستونزه داده چې قاضي د هغې له دروغي مرګ اوازې څخه وروسته د هغې ټول د ژوند سندونه او هستي د عدالت او محکمې له سیسټم څخه پاک کړي چې اوس د هغې هیڅ سند کار نکوي او کله چې بانګ ته مراجعه کوي نو هغه یوه مړه ښځه ده

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More