امريکايي رسنيو د ډونالډ ټرمپ ډ ګډ ژوند پټ راز افشا کړ

خبريال ویبپاڼه/ د ډونالډ ټرمپ ژوند تر ډېرو انسانانو ډېر متفاوت و، که څه هم انسانان ټول متفاوت دي خو بيا هم ځينې مشترکات لري، خو ډونالډ ټرمپ بيا د نورو انسانانو سره کم ګډ ټکي درلودل، تازه د امريکا رسنیو د هغه د شخصي ژوند په هکله يو حيرانوونکی خبر خپور کړی دی.

په رسنيو کې داسې څو ځل ليدل شوي دي چې ډونالډ ټرمپ او مېرمن مېلانيا ټرمپ د يو بل سره لږ سترګې او ځينې وخت ان خبرې واړوي خو د امريکايي رسنيو نوی راپور ښيي چې ددوی ترمنځ فاصله د هغه څخه هم زياته وه څومره چې د بیرون څخه ښکارېده.

امريکايي رسنيو نن تازه راپور ورکړی دی چې په سپينه ماڼۍ کې د څلورو کلونو ژوند او اوسېدو په موده کې ډونالډ ټرمپ او د هغه مېرمن مېلانيا ټرمپ په بېلو اطاقونو کې ويده کېدل، دوی دواړو په سپينه مانۍ کې ځانته بېلې او جلا کوټې درلودې او دواړه به د يو بل څخه لرې ويده کېدل.

د مېلانيا ټرمپ او ډونالډ ټرمپ ترمنځ جنجال يو ځل هغه وخت د کامرو ښکار شو کله چې دوی دواړو اسرایلو ته کړی و، ډونالډ ټرمپ د اسراييلو د سفر په وخت کې د تيارې څخه د راښکته کيدو وروسته هڅه وکړه چې خپله مېرمن د لاسه ونيسي او دواړه جوړه روان شي خو په ډېر نازک ډول مېلانيا ټرمپ ډونالډ ټرمپ ته لاس ورنکړ او یوازې روانه شوه.

ټرمپ تېره ورځ د سپینې ماڼۍ څخه خپله کډه بار کړه او فلوریډا ته ولاړ، سپينه ماڼۍ د هغه نوي ځای ناستي جوبايډن ته پاتې شوه او اوس به له دې ماڼۍ څخه جوبايډن امريکا او ان نړۍ اداره کوي.

پرون چې نور د ډونالډ ټرمپ ټولې کورنۍ سپينه ماڼۍ تړک کړه مېلانيا ټرمپ هم د رسنیو سره دوه درۍ کلمې خبرې وکړې، د مېلانيا ټرمپ څخه د سپینې ماڼۍ څخه د وتلو په هکله د موجود احساس پوښتنه وشوه، مېلانيا ټرمپ د سپينې ماڼۍ څخه په وتلو سره ځان خفه احساس نکړ، دې وويل؛ په دې نه يم خفه چې له سپينې ماڼۍ ځم، نور غواړم خپل کور ته ولاړه شم.

سي اېن اېن ته د سپینې ماڼۍ يوه کار کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې ډېر وخت پخپله کاري کوټه کې ويده کېده او ځینې وخت به بيا خپلې کوټې ته تله چې هغه يوې کاري کوټې ته ورته وه.

تراوسه په دې هکله ډونالډ ټرمپ او يا یې هم مېرمنې کوم غبرګون نه دی ښودلی دی.

 

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More