The news is by your side.

د پاکستان په لمسون چين ته د طالب مخ اړول به کومې پايلې ولري؟

خبريال وېبپاڼه/ کېدی شي ځینې کسان په دې حیران شوي وي چې طالبانو ولې د چين څخه د کورونا ويروس د واکسين مرسته وغوښته، خو په دې کې ډېر د حيرانۍ ځای نشته ځکه اسلام اباد خپله قبله بدلوي نو طالبان به همغه لارې ته ورکاږي.

اسلام اباد اوس د چین تر کامله سلطه لاندې دی، پاکستان د نړۍ لخوا په پورونو کې ډوب دی چین يې د نړۍ له پورونو خلاصوي او پخپلو پورونو کې یې ډوبوي، ددې په بدل کې بيا له پاکستان څخه هر ډول امتياز اخلي، کله دا امتياز سياسي بڼه لري کله بيا ددې هېواد لوی بندرونه د لسیزو لپاره چین ته ورکړل کېږي او کله نور.

کېدی شي پاکستان دا غوره ګڼلې وي چې د څو هېوادونو تر قرض دار توب څخه يوازې د چين قرض دار کېدل ښه دي.

طالبان او خپل اصولو سره بې وفايي

طالبان اوس د پاکستان په خوله د چين سره هم لارې ګودرې جوړوي او ورڅخه مرسته غواړي، د طالبانو له لوري د چین څخه مرسته غوښتل دا ښيي چې پاکستان کولی شي طالبان هر هغه څه ته تيار کړي چې دوی وغواړي.

ځکه چين یو داسې هېواد دی چې همدا اوس یې دوه ميلیونه مسلمانان په کمپونو کې بندي کړي دی او د اسلام څخه د لرې کول هڅې يې کوي، چين تېره اونۍ په رسمی ډول دا ومنله چې په چين کې یې مسلمانې ښځې وچې کړې دي چې نور اولادونه رانه وړی شي او د مسلمانانو نسل ختم شي.

دداسې يو چین سره بايد د اسلام پال طالب غبرګون او رفتار څه وی؟ هغه طالبان، چړيان او ددوی ملایان چې د افغانستان خلکو ته یې د ځان نکر او منېکر ملايکې جوړې کړې دي او په هرڅه کې یې کار لري، تلیفون یې ګوري، د کور تلويزيون یې چک کوي او ماتوي بيا نو د مسلمانانو د نسل د دښمن هېواد څخه ددوی مرسته غوښتل څه مانا لري؟

پایلې به یې څه وي؟

دا یوه ښکاره خبره ده چې امريکا به په هېڅ صورت د طالبانو او چین غښتلی روابط ونه مني، تازه د امریکا نوی حکومت اعلان کړی دی چې د طالبانو سره ېوې توافقنامه به دوی له سره وارزوي، که چېرې طالبان د چين سره روابطو جوړلو ته دوام ورکړي نو د امريکا وروستۍ پرېکړې به د افغانستان لپاره ښې نه وي.

امريکا به په افغانستان کې د نورې ګډوډۍ هڅه وکړي، څومره چې طالبان چين ته نېږدې کېږي هغومره به د سولې روانې خبرې د خطر سره مخ کېږي او حالات به منفي خواته روانېږي.

که طالبان د چين سره نورنېږدې شي نو کېدی شي د امريکا متحده ايالات د طالبانو سره خپله توافقنامه لغوه کړي او د افغانستان، طالبانو او امريکا ترمنځ ټول روابط بدلون وکړي، په دې صورت کې به افغانستان د سولې څخه ډېر زيات لرې شي.

لیکوال؛ تاج محمد ارين

 

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance