The news is by your side.

په ځوانۍ کې د وېښتانو د سپینېدو شپږ مهم سببونه او حل لارې

خبريال ویبپاڼه/ د وېښتانو سپین کېدل چې په اصل کې د زړښت يوه نښه ده اوس په ځوانانو کې هم زياته ليدل کېږي، داسې فکر مه کوئ چې مخکې له وخته يوازې ستاسې وېښتان سپین شوي دي، دا ستونزه اوس په ډېری ځوانانو کې شته ده او د حل لارې چارې یې لټوي.

پوهان وايي چې د وخته مخکې وېښتانو سپینېدو يو ترټولو لوی سبب دادی چې دا ډول کسان د ويټامين بي ۱۲ له کمښت سره مخ وي، د ويټامين بي ۱۲ کمښت نه یوازې چې مخکې له وخته وېښتان سپینوي بلکې وېښتان نري کوي او وېښتان وروسته له دې ژر ماتېږي، وېښتان يو ډول وچ شوي وي، دا ټول بيا ددې سبب شي چې وېښتان په اسانۍ سره تویې شي، ددې ستونزې د حل کولو لپاره بايد په خپلو خوړو کې د ماهي غوښه، هګۍ او نوره عامه سره غوښه زياته کړو، که دې هم ښه پايله ورنکړه بيا نو کولی شو د ويټامين بي ۱۲ تقويتي درمل واخلو.

د تيرويد د غدې روغتيايي ستونزې هم د وېښتانو د ناروغيو سبب کېدی شي، هغه کسان چې د تيرويد غده يې سم کار نکوي وېښتان يې ژر سپين کېږي او ددې ترڅنګ وېښتان يې نازک کېږي او ډېر ژر ماتېږي، ددې ستونزې د حل لپاره ترټولو ښه لاره داده چې يوه ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

غمونه، اندېښنې او تشويش د هر ډول ستونزې مور ده، ډېره اندېښنه کول، سټریس درلودل هم ددې سبب کېږي چې وېښتان مو د وخت څخه مخکې سپين شي، ساینسي څېړنو دا ثابته کړې ده چې زيات سټریس درلودل زیاته اندیښنه کول وارخطا اوسېدل ددې سبب کېږي چې ستاسې د وېښتانو د ودې مسولې حجرې خپل فعاليت په سم ډول ترسره نشي کړی او ستاسې وېښتان د وخت څخه مخکې سپين شي.

بې کيفيته شامپو ګانې کارول، بې کيفيته ژېل کارول او نور د وېښتانو لپاره د بېلابېلو بازاري شيانو څخه ګټه اخیستل هم‌د وېښتانو د بې وخته سپین کېدو سبب کېژي، په دې موادو کې بېلابېل کيمياوي مواد شتون لري چې ستاسې په بدن کې د مېلانين سويه را ټيټوي او وېښتان مو نور خپل طبيعي رنګ له لاسه ورکوي.

ډېر زیات لمر ته پاتې کېدل هم د وېښتانو د ستونزو سبب کیږي، هڅه وکړئ د زیات وخت لپاره تر سره لمر لاندې پاتې نشئ، که په داسې کار بوخت ياست چې مجبور وی لمر درباندې ولګېږي نو هڅه وکړئ د يوې خولۍ یا دسمال څخه ګټه واخلئ.

هڅه وکړئ د هغه ماشينونو څخه ځان لرې وساتئ چې د وېښتانو د وچولو لپاره کارول کېږی، وېښتان مو په داسې يو بورس یا ږمنځ باندې سم کړئ چې دانې يې له يو بل سره زياته فاصله ولري.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.