The news is by your side.

بایډن: کانګرس دي د کرونا د مرستو بسته تصویب کړي

خبریال ویبپاڼه/ د کرونا په دویمه څپه سره امریکا کې د کرونا ناروغي نوره هم خطرناکه سوې او د مړه سویو شمېر يې تر لکونو انسانانو رسیږي تراوسه پورپه ټوله نړۍ کې تر ۹۸ میلیونه زیات انسانان په کرونا اخته سوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلو د هېواد له کانګرسه وغوښتل چې د کرونا د مرستو بسته دي ژر تر ژره تصویب کړي ترڅو امریکایانو ته په چټکۍ سره مرسته ورسیږي

بایډن تر هرڅه وړاندې  له کرونا څخه د امریکا او امریکایانو د ژغورلو په موخه اقدام وکړ او د تغذیې په برخه کې يې خپل دوه اجرائیه فرمانونه لاسلیک کړل ترڅو امریکایانو ته بیړنۍ مرستې ورسیږي.

بایډن دا هم ویلي  چې ښايي له کرونا څخه شپږ لکه امریکایان مړه سي چې اوس مهال په دې هېواد کې د کرونا امله ۴لکه ۲۴ زره کسان مړه سوي دي.

بایډن د خپلې ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال چې د کرونا په برخه کې يې لري وویل ډیر خلک رنځیږي، ویرس د خپريدلو په حال کې نو ځکه باید  موږ مرستې  وکړو.

هغه دا هم وویل چې  ښايي خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ سي ځکه بې کاريی زیاته سوې تراوسه پوري امریکا نه ده توانیدلې چې په دې هېواد کې د کرونا ناروغي مهار کړي ځکه نژدې هره ورځ سلګونه انسانان همدا ناروغي.

په ټوله نړۍ د کرونا مثبتو پیښو شمېر تر ۹۸ میلیونه اوړي  او لاهم هره شېبه دا شمېره لوړیږي، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه د مړو سویو کسانو شمېره ۲ میلیونه ۱۱۸ زره ته رسیدلې چې له جملې څخه يې په امریکا ۲۵ میلیونه کسان نیولي  او تر ۴ لکه زیات یې وژلي دي له امریکا وروسته هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې د دې لیست په دویم او دریم مقام کې ځای لري تراوسه د کرونا ناروغي هیڅ درمل نه دي موندل سوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.