د ژوند هغه حقيقتونه چې هر انسان يې بايد ومني!

خبريال وېب پاڼه: موږ ټول کم يا ډير د ژوند له ستونزو سره لاس او ګريوان يو په زړه کې داسي دردونه او غمونه لرو چې موږ فکر کوو دا هيڅ علاج يا دوا نه لري هر ه ورځ يو نه يو بد احساس يا خبر زموږ زړه ته رارسيږي موږ ورته خفه کيږو نن او سبا په ويلو سره د ستونزي لپاره د حل لار ګورو په وړو ماتو سره مو زړه اور اخلي د يوازيتوب احساس کوو او د (کاش) په ويلو سره ځانته ډاډ ورکوو په دې ليکنه کې ددې ستونزو ته د حل لار ومومئ او په هغو حقيقتونو به خبر شئ چې هر انسان يې بايد ومني.

په حقيقت کې موږ ولې بايد خفګان وکړو؟ يا ځکه خفګان کوو د هغه څه بد رسېدو سره چې حتا موږ يې فکر هم نه وي کړی زموږ زړه خفه کوي له هغو شيانو ډاړيږو چې موږ له ماتې سره مخ کوي خو ددې ټولو د حل لار څه ده؟

• په ژوند کې ډير داسي مسايل شتون لري چې موږ يې د کنټرولو توان نه لرو تاسو نه شئ کولی چې د ژوند ټولي ستونزي مو کنټرول کړئ بايد صبر ولرئ يوازينۍ لار يې همدا ده چې د داسي مسايلو په پيښېدو سره د صبر له قوت او قدرت څخه کار واخلئ او د خپل رب خواته رجوع وکړئ او له الله ج څخه د ستونزو د حل لپاره دعاوي وغواړئ.

* هغه څوک چې زړه مو ماتوي د هغو خلکو څخه ليرې اوسئ داسي خلکو ته په خپل ژوند کې ځای مه ورکوئ دا خلک مو د ژوند څخه اوباسئ.

* هيڅ څوک بشپړ نه دی او نه بشپړ کيدی شي ځکه يوازی الله ج کامل دی ټول انسانان يو نه يوه نيمګړتيا لري په دې بايد هر انسان پوره يقين او باور ولري نو د بشپړ کيدو په لټه کې مه اوسئ ځکه که هر څومره ځان کامل احساس کړئ نو بيا هم يو يوه نيمګړتيا لرئ.

* د ستونزو لپاره خفګان مه کوئ ځکه خفګان نه شي کولی ستاسو ستونزي حل کړي بلکې خفګان ستاسو ذهن او جسم دواړه کمزوري کوي د ستونزو د حل لپاره مبارزه وکړئ ځان قوي احساس کړئ د ( زه يې کولی شم) په ويلو سره ځانته ډاډګرينه ورکړئ او ستونزو سره مبارزه وکړئ.

* ښه درسونه د بدو تجربو څخه زده کولی شئ ځيني وخت د بدو ورځو او کارونو سره مخ کيږئ شايد دا ورځي مو د ژوند بدې ورځي وي او ددې ورځ په راتلو سره وايو ( افسوس يا کاش چې دې ورځ سره هيڅ مخ شوی نه وی) خو په ياد ولرئ چې د داسي وختونو او ورځو څخه تجربه ترلاسه کوئ داسي تجربه چې په راتلوونکي کې به ستاسو لپاره ډيره ګټوره وي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum