ارواپوهنې جالب ټېسټ چې ستاسې شخصیت څرګندوي
خبریال وېب پاڼه/ د بدن د ژبي یا باډي لېنګوېج پوهان په دې باور دي چې د دواړو لاسونو ګوتې یو له بل سره تړل یې زموږ درونی شخصیت ښکاره کوي. دا د هغې څېړنې پایله ده چې د نوبل جایزې ګټوونکي راجر والکوټ سپري له خوا ترسره شوې وه.
که تاسې خپل لاسونه دا ډول یو له بل سره تړۍ نو په زیات احتمال سره تاسې یو عاقل او منطقي شخص یاست او هېڅکله هېڅ کومه پرېکړه احساساتي نه کوﺉ. هېڅوک تاسې ته په اسانه چل نه شي درکولی، تاسې یو له هغه ذاتي خاصیت څخه برخمن یاست چې د خلکو پر دروغو د پوهېدلو توانایي لرﺉ. همدا لامل دی چې کورنۍ او ملګري مو تاسې ته ډېر ارزښت درکوي او په هر ډول پرېکړو کې له تاسې مشوره اخلي خو دا پر دې معنا نه ده چې تاسې یو جدي شخص یاست بلکې له دې سره سره یو شوخ طبیعته شخص هم یاست چې پر دې خاصیت مو زیات اشخاص خپل طرف ته جذب کړي او له دې سره په څنګ کې یو رومانتیک شخصیت هم یاست او په دې سره کولی شﺉ چې خپله عشقي اړیکه مو مدیریت کړﺉ او پوهېږﺉ چې څه شی باید کله او څه وخت وایﺉ.
که لاسونه مو یو په بل کې داسې بندوﺉ نو تاسې له کمال نه ډک شخص یاست، د رهبرۍ ځانګړنه ستاسې په وینه کې ده، تل د نورو خبرو او نظریاتو ته غوږ ږدﺉ او هڅه کوﺉ چې مخکې له پرېکړې د نورو نظریات په پام کې ونیسﺉ.
که له هغو خلکو یاست چې لاسونه مو په دې ډول تړۍ او د لاس غټې ګوتې مو پر یو بل داسې لګوۍ نو تاسې یو با هوښه شخص یاست، د نورو احساسات په اسانۍ درک کوﺉ ان که یې د پټولو هڅه هم کوي، ستاسې دا توانایي له هغوی سره مرسته کوي څو درسره د ارامۍ احساس وکړي. د ژورو احساساتو په درک کولو کې ستاسې توانایي د نورو صمیمیت ستاسې خوا ته جذبوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.