ښځينه ترټولو زياتې په کوم هېواد کې آزادې او خوښې دي؟

خبريال وېبپاڼه/ په نړۍ کې ژوند د ښځينه و لپاره هغه ډول نه دی څنګه چې د نارينه و لپاره دی، ځینې هېوادونه داسې دي چې هلته د ښځې او نارينه ژوند د هر اړخه يو د بل سره ځمکه او اسمان فرق لري او ځینې بيا داسې دي چې هلته بيا دواړو جنسونو ترمنځ ژوند يو بل ته نېږدې دي.

په دې ليکنه کې په دې هکله مالومات درکوو چې په کومو هېوادونو کې د ښځو ژوند ډېر ښه دی، په کومو هېوادونو کې ښځې ډېرې خوشحاله دي په کومو هېوادونو کې دوی ځان ډېر راحت احساسوي.

استراليا يو له هغه هېوادونو څخه ده چې نجونې او ښځې پکې ځان ډېر زيات ارام او راحت احساسوي، په دې هېواد کې ښځې د ژوند په هر بخش کې فعالې دي،هغه که سپورټ دی، که سياست دی که نورې برخې د ژوند دي، په آسټراليا کې د ښځو د حقوقو بنسټونه ډېر زيات غښتلي دي او ددوی حقوق ډېر لوړ ځای لري.

دوهم هېواد چې ښځې پکې ډېرې زياتې خوشحاله دی هغه فنلنډ دی، په دې هېواد کې د ښځو حقوق ډېر لوړ ځای لري، فنلنډ يو له هغه هېوادونو څخه دی چې په لومړي ځل یې ښځو ته دا حق ورکړ چې رايه ورکړي په عین وخت کې فنلنډ لومړی هېواد دی چې ښځو ته یې دا حق ورکړ چې دوی ځان نوماند کړي.

په دریم قدم کې بيا هالنډ راځي، هالنډ يو له هغه هېوادونو څخه دی چې ښځې پکې مکمله آزادی لري او زياتې پکې ارامه او خوشحاله دي، دوی په دې هېواد کې د ژوند هره برخه کې مساوي حقوق لري، په دې هېواد کې د ښځو او نارينه و کاري فرصتونه يو شی دی او دواړه ورڅخه خوشحاله دي.

په څلورمه درجه کې بيا آيسلنډ ځای لري، آيسلنډ يو له هغه هېوادونو څخه دی چې د ښځو او نارينه و حقوق پکې مساوي دی، دلته ښځې د ژوند په ټولو برخو کې فعالې دي، يو شان حقوق لري، دوی دلته په هره برخه کې کار کوي د روغتیا، سياست او ټولو برخو کې ددوی ونډه مساوي ده.

په پينځم نمبر بيا ناروې راځي، په دې هېواد کې هم ښځې ډېرې زیاتې خوشخبتې دي، دوی دلته د ژوند هر هغه حق لري چې نارينه یې لري، په دې هېواد کې د زېږون په وخت کې د مېرمنو د مرګ کچه ترټولو په ټيټه درجه کې ده.

په شپږمه درجه کې بيا د شمالي امریکا هېواد کاناډا ځای لري، په دی هېواد کې د ښځو حقوق نقض کول ساده خبره نه ده، دلته ښځې ډېرې زیاتې ازادې او خوشحاله دي، په دې هېواد کې په هره برخه کې د ښځو ونډه مساوي ده او ښځې د ژوند په هره برخه کې فعالې دي.

 

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum