The news is by your side.

د پوتين مېرمنې کومه لويه خطا کړې ده؟

خبريال ویبپاڼه/ ولاديمير پوتين چې يو ديکتاتور شخص پیژندل کیږي په کورنيو چارو کې هم ورڅخه خلک وېره لري، په داسې حال کې چې ده خپله څو ځله واده کړی دی او دا ورته ډیر نورمال کار ښکاري خو اوس نوبت دده د مېرمنې دی.

د ویلادیمیر پوتین پخوانۍ مېرمنې په دې هېواد کې داسې کار کړی دی چې کېدی شي پوتين ورته ډېر زيات غوسه شي، دده پخوانۍ مېرمنې د یوه څخه ځوان سره چې يوويشت کاله د پوتین له پخوانۍ مېرمنې څخه کشر دی.

لیودمیلا پوتین د ولاديمير پوتين پخوانۍ مېرمن ده، ددې ژوند د پوتين سره نور يو ځای دوام نشو موندلی او له همدې کبله يې د يو بل سره لارې جدا کړې، ليودميلا په ۲۰۱۳ م کال کې په دې باندې بريالۍ شوه چې د روسيې د ترټولو قوي کس ویلادیمیر پوتین څخه خپل طلاق واخلي.

دې اوس د یوه ځوان سره واده کړی دی، مېرمن ليودميلا د ۳۷ کلن آرتور اوکرتنی سره واده کړی دی او پلان لري چې باقي ژوند هغه سره یو ځای تېر کړي، ښاغلی آرتور د مېرمن ليودميلا څخه ۲۱ کاله کشر دی.

د پوتين دا پخوانۍ مېرمن ليودميلا چې په ۲۰۱۳ م کال کې يې د پوتین څخه طلاق واخیسته بيا په عمومي ځايونو کې ډېره کمه ليدل کېده، که ووایو چې هېڅ نه ليدل کېده هم ځای يې دی، مېرمن ليودميلا د پوتين څخه تر طلاق وروسته صرف یو ځل په یوه غونډه کې ليدل شوې وه، دا د ادبي جايزو د ورکړې یوه غونډه وه چې مېرمن ليودميلا هم پکې ګډون کړی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او مېرمن ليودميلا په 1983 کال کې واده وکړ او يو ځای ژوند يې پيل کړ، پوتين او ليودميلا د خپل دې واده څخه ثمره هم درلوده، ويلادمير پوتين او ليودميلا د خپل ګډ ژوند څخه دوه اولادونه ترلاسه کړل چې دواړه یې نجونې وې.

که څه هم په رسمی ډول پوتین د خپلې پخوانۍ مېرمنې واده ته هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی خو ويل کېږي چې د پوتين څخه طلاق اخيستونکي مېرمنې وروسته د طلاق د عمومي ژوند څخه ګوښه کېږي او ځينې يې بېخي ورکې شي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.