The news is by your side.

مطمئین څوک؟ او له طالبانو سره یې اختلافات!

خبریال وېبپاڼه – د طالبانو د واکمني ‌عمومي او د ملا محمد عمر اخوند خصوصی ویاند عبدلحی مطمئن په داسي ‌وخت کې له دې نړۍ وکوچېد چې د طالبانو د اوسني مشرانو او په ځانګړي‌ ډول له امیر خان متقي‌ (کوچي) سره یې ژور اختلافات لرل.

عبدالحی مطمئن نېژدې پنځوس کاله وړاندي د افغانستان د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي‌ په یوه دین دوسته کورنۍ کې وځېږېدو. پلار یې عالم او پخپله ښاغلی مطمئن هم لمړنۍ اسلامي ‌زدکړې له خپل پلار نه وکړې او وروسته یې (دوره) په پېښور کې پر مولوي صیب حسن جان شیخ وکړه؛ حسن جان شیخ د ګڼو طالب مشرانو استاد پاتې شوی او په افغانستان کې د جګړې مخالف وو چې د هم دغه فکر له کبله د پرویز مشرف د واکمني پر مهال د پاکستاني ‌استخباراتو له لوري په پېښور کې ترور شو.

د ښاغلي‌ مطمئن دوه نور وروڼه چې دیني ‌عالمان دي ‌له طالبانو او حکومت سره تړاو نلري اوس هم په افغانستان کې امامت کوي‌ او د خپل قبله ګاه پر پله روان دي.‌

عبدالحی مطمئن چې په ځواني ‌کې هم ځیرک ځوان وو اوس یې په پښتو؛ دري؛ اردو؛ عربي‌ او انګلیسي ژبه خبرې کولای شوای او په پېښور کې د یوه خصوصي‌ ښوونځي استاد وو.

نوموړی د لوړې شکرې ناروغ او دې وروستیو کې د کرونا وایرس نیولی وو.‌

عبدالحی مطميئن له غربت نه کړېدو او د خپلې ناروغي درملنه یې په قرض او د ځینو نېژدې دوستانو په چانده کوله؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو د روغتیا کمېسیون د ښاغلي مطميئن درملنه په غاړه واخیسته او د پېښور په حیات اباد کې په فیز (۵) کې په نارت ویسټ شخصي روغتون Northwest Hospital Hayatabad کې درملنه ور پیل کړه او د هم دغه روغتون له درملنې کرونا وایرس وواهه او تېره ورځ ناوخته یې خپل روح خدای(ج) ته وسپاره.

ښاغلي‌ مطمئن چې وخت ناوخته به یې د خپل زړه خبرې له خبریال وېبباڼې سره شریکولې تر ډېره د جګړې مخالف او د یو سوله ائيز افغانستان غوښتونکی وو.

نوموړي زیاتې اړیکي له لوستو ځوانانو سره ساتلې او سپارښتنه به یې داوه چې ځوانان دې د جګړې خلاف جګړه وکړي. ‌

هغه د طالبانو له لوري ‌د ملا دادالله اخوند د ورور په خلاف د (پیراغا) د عملیاتو سخت خفه کړی وو او هم مهاله یې له هغو طالب مفتیانو شکایت کاوه چې د جګړې او ورانیو فتوا وې به یې ورکولې.

نوموړي ‌به بیا بیا دا خبره کوله چې امیرخان متقي (کوچی) نه غواړي‌ چې دی او ده ته ورته د ملي‌ فکر خاوندان طالب مشران په صف کې کې پرېږدي؛ عبدالحی مطمئن لمړنی لوړ رتبه طالب چارواکی وو چې نه یې د کوټې شورا غړیتوب لاره او نه یې ځان د پېښور په شورا پسي تاړه؛ هغه پېښورته څېرمه په یوه افغان مېشته سیمه کې د غربت ژوند کاوه خو قلم به یې همېشه خوځان وو؛ د طالبانو په تړاو یې یو کتاب هم خپور کړ چې ځیني ‌پټ رازونه ورکي افشا شوي وو.

نوموړی یو تکړه لیکوال او شاعر وو چې په مستعارو نومونو لیکنې یې له خبریال او ځینو نورو ویبپاڼو هم خپرې شوې دي.

دې وروستیو کې ښاغلي مطمئن خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوه اولادونه یې له نیستي نه له ښوونخي ایستلي او د غربت تر انتها پوري رسېدلی دی.‌

عبدالحي مطمیئن پېښور پاکستان نه ګاڼه او ویل یې چې پر خپله خاوره ژوند کوي او چې کله سوله راشي خپل پیدایشي ټاټوبي ته به ستون شي.

د طالبانو د وخت عمومي او د ملا محمد عمر اخوند خصوصي  ویاند عبدالحي مطمیئن له پاکستان او پاکستاني فکر نه نفرت لاره او ښايي دا علت وو چې د طالبانو د واکمني له ړنګېدو وروسته یې د طالبانو په تحریک کې جګړې او قدرت ته زړه نه ښه کاوه.‌

لیکوال:‌ خبریالوېبپاڼه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.