The news is by your side.

ستاسو په ژوند کې پيسي څه رول لري؟

خبريال وېب پاڼه: پیسي چې نن سبا د ژوند مهمه اړتيا ده هر څوک غواړي چې ډيري پيسي ولري پيسي نه يوازي چې د ژوند اړتيا ده بلکې پيسي د يو انسان څخه شخصيت هم جوړولی شي خو په شرط ددې چې د پيسو څخه مثبته ګټه واخلئ.

د پيسو په اړه ډير متلونه شتون لري ځيني وايې( پيسي د مړې په مخ ووهه مړی هم ژوندی کوي) ددې متل مطلب دا نه دی چې ګواکی پيسي به مړی ژوندی کړي بلکې دا چې پيسي دومره تاثير کوونکي دي چې په مړو هم تاثير کولی شي.

خو ځيني نور بيا وايې ( په پيسو به انسان واخلي خو انسانيت نه، په پيسو به کتاب واخلي خو علم نه، په پيسو به مړی واخلي خو مړی پرې نه شي ژوندی کولی، په پيسو به ملګری واخلي خو ملګرتيا نه، په پيسو به کور واخلي خو کورنۍ نه، په پيسو به ژوندی موجود واخلي خو ژوند) ددې په شان نور هم ډير روايتونه شتون لري د پيسو په اړه.

راپورنه وايې چې د پيسو مصرفول تاسو خوشحاله ساتي يعني چې څومره پيسي ولري او په مصرف يې ورسوي او د ژوند اړتياوې لکه ( موټر، کور، ښځه،جامې، علم، او نور) پرې پوره کړي نو ته به خوشحاله اوسي او بيا هغه کسان چې په پيسو د بيوزلو او فقيرو خلکو اړتياوې پوره کوي نو دا بيا نو دوي به په ژوندي کې په حقيقي ډول خوښ وي.

لومړی په پيسو خپل شخصيت جوړ کړئ يو غوره شخصيت داسي شخصيت چې خلک تاسو وستايي په ټولنه کې نيک کارونه ترسره کړئ که ډيري پيسي ولري د ټولني د خلکو اړتياوې پوره کړه ټولني ته خدمت وکړه جوماتونه، د اوبو څاګاني، پولچکونه، ويالي ورغوئ چې په ټولنه کې قدرمن شئ او خلک هر وخت ستاسو خدمت ته اماده اوسي.

که ډيري پيسي ولري په بدو کارونو يې د مصرفولو څخه ډډه وکړئ ځکه ځيني کسان چې ډيري پيسي پيداکړي دوي څخه يې د مصرفولو لار ورکه وي نو په بدو کارونو لاس پوري کوي چې دا په ټولنه کې يو ډول فساد رامنځته کوي نو غوره به دا وي که ډيري پيسي ولري نو که په ښه لاره يې نه شي مصرفولي غوره به دا وي چې په بده لار يې د مصرفولو څخه هم ډډه وکړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.