The news is by your side.

هغه دوه پوښتنې چې ولسمشر یې بايد خامخا ځواب کړي

خبريال وېبپاڼه/ ولسمشر غني تازه پخپل لاس ټاکل شوی د مالیې وزیر له دندې لرې کړ، سبب یې په ظاهر دا ښودل شوی دی چې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغنديوال د ولسمشر له حکم څخه سرغړونه کړې ده او په مالیې وزرات کې یې د اصلاحاتو مخنيوی کړی دی، دا هغه څه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ یې د ارغنديوال د ګوښه کېدو لپاره کافي بولي.

دولت او شخصي شرکت

تر ډېره له دولتي پوستونو څخه بدون له کوم لوی جرم څخه لرې کېدل په دولت دارۍ کې رواج نلري، ان په نورو هېوادونو کې شخصي شرکتونه نشي کولی چې يو کاريګر بدون له ټاکلي وخت څخه وشړي، خو دلته په افغانستان کې نه یوازې چې ولسمشر دا ډول کړنې کوي بلکې په ټوله کې د عامو مامورينو شړل هم عام دي او دولت د یوه شخصي شرکت په ډول اداره کېژي، البته دا شرکت شريک دی او څو کسان پکې شريک دي چې هرڅوک پکې خپله ونډه لري‌‌.

ولسمشر راتلونکې دوه مياشتې نشوی تحليل کولی؟

په ښکاره ولسمشر ځان یو انسان شناس ګڼي، حقيقت دادی چې ولسمشر په افغانستان کې تر ځان بل څوک هوښیار نه ويني او هېڅ اړتیا نه ويني چې چاته غوږ ونيسي.

خو ددومره لویې ادعا سره اشرف غني د یوه وزير دوه راتلونکې مياشتې سمې ونشوای ارزولی، ايا ولسمشر د عبدالهادي ارغنديوال د شخصيت په هکله دومره مالومات نه درلودل چې هغه به دده سره دومره لوی ټکر کوي چې دی به مجبور کېږي چې له دندې يې لرې کړي.

غني صيب خو به ويل چې دی چې کوم کسان ګوماري خپله ورسره مرکه کوي، نو دا دده مرکه د څه شي په هکله چې په دې پوه نشو چې د ارغنديوال سره به دوه میاشتې ګوزاره ونشي کړی او بيا به يې هم ګوماري.

ولسمشر ته د پارلمان رايه کوم ارزښت لري؟

کوم وزير چې ولسمشر رد کړ هغه د افغانستان ولسي جرګې په لوړو رایو تاييد کړي و، دی څنګه کولی شي د ملت له لوري د ملت د استازو له لوري منل شوی باوري ګڼل شوی وزير دوه مياشتې وروسته له دندې لرې کړي؟

ددې په مقابل کې هغه وزیران چې ولسي جرګې رد کړي دي، اوس هم پخپلو چوکیو ناست دي، د فساد درانه تورونه ورباندې دي، هويت یې مالوم نه دی خو بيا هم څوک څه نشي ورته ویلی، د ولسمشر مېرمن خو وايي چې ولسي جرګه هرڅه وايی کوم اهمیت نلری ددوی وزیران به خپل کار کوي.

ولسمشر خو دلته قانون د خپلو بوټونو بورس نه هم ګني، څه ډول يې چې زړه وي په دې هېواد کې خپل آس ځغلوي، خو که د سولې خبرې شوې بیا به اساسی قانون پورته پورته اچوي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.