هغه عادتونه چې په کولو سره به يې تاسو د خوښۍ احساس وکړئ!
خبريال وېب پاڼه: خوشحالي او د ښه ژوند لرل د هر انسان موخه او هيله ده خو ددې هرڅه سره بيا هم موږ ژوند کې د ډول ډول ستونزو سره مخ کيږو چې خوشحاله اوسېدل بيا زموږ له ياد اوځي او د ستونزي لپاره د حل لارې په لټه کې يو خوشحاله اوسېدل سخت کار نه دی خو دومره هم اسان نه دی که په دې باور ولرو چې د ښه او مثبت فکر لرل د خوشحاله ژوند په لرلو کې موږ سره مرسته کوي نو ليرې نه ده چې د خوښۍ ډک ژوند ولرئ په لوړ توان او قدرت په لرلو سره د ستونزو سره مقابله وکړو نو هغه وخت کې موږ د ښه ژوند په لرلو توانيږو.
په دې ليکنه کې به د هغو عادتونو په اړه وپوهيږئ چې تاسو به د تل لپاره د خوښۍ احساس وکړئ!
* ټولنيز اوسئ: د ټولني د مختلفو خلکو سره د ټولنيزو اړيکو لرل د برياليتوب لپاره مهمه لار ده ځکه د ټولني هر کس به تاسو ته يو ښه او مثبته نظريه درکړي خو بيا د هغو کسانو څخه په ليرې اوسېدو کې به ستاسو خير وي چې ټولنه فاسدوي مهمه دا نه ده چې تاسو د هغو کسانو سره اړيکه ولرئ کې تاسو يې پيژنئ بلکې د ټولني د هغو خلکو سره هم اړيکه وساتئ چې تاسو يې نه پيژنئ چې دا بيا ستاسو تجربه زياتوي او تاسو څخه يو بريالی انسان جوړوي.
* د حد څخه ډير ښه مه اوسئ: دا چې تاسو ښه اخلاق لرئ، ښه وړتياوې لرئ، ښه فکرونه لرئ، دا ستاسو يوه مهمه ځانګړتيا ده چې تاسو يې لرئ خو بيا داسي خلک هم شتون لري چې ستاسو په ښه اوسېدو ستاسو څخه غلطه ګټه اخلي او شايد تاسو ته تاوان ورسوي
* داسي يو کار وکړئ چې تاسو ترې خوند واخلئ: فکر وکړه چې ته د يو کار په کولو سره خوند اخلي او ښه احساس کوي نو ايا دا به د نورو خلکو په نسبت غوره کار نه وي؟ خو په شرط ددې چې تاسو کار د ټولني نورو خلکو ته ګټه ورسوي او مثبته نتيجه ورکړي بيشکه د ښه او مثبت کارونو په کولو سره به تاسو خوند واخلئ او د ټولني نور خلک به هم ستاسو دا کار وستايي.
* کوښښ وکړئ چې د ښو خلکو سره ملګرتيا وکړئ: ښه ملګري لرل د انسان يو خاصه ځانګړتيا ده د ښو ملګرو په لرلو سره نور خلک هم تاسو ته په ښه نظر ګوري او کوښښ کوي تاسو سره ملګرتيا وګړي.
* باور ولرئ چې ژوند يوه لوبه ده: خو څنګه؟ مطلب دا چې تاسو ژوند د يوې لوبي په ډول لوبوئ ځکه ژوند کې د هر ډول مسايلو سره مخ کيږئ په لوبو کې هم همدا ډول وي چې ډول ډول مسايل پکې مخ ته راځئ.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.