The news is by your side.

هغه ۵ ورځني عادتونه چې مغزو ته سخت زيان رسوي

خبريال وېبپاڼه/ زموږ مغز د ګڼو شيانو، پېښو سره مخ کېږي چې ځینې وخت د ډېرو کوچنيو شيانو څخه هم متاثره کېږي، زموږ پام نه وي خو په پرلپسې ډول کوچنی کوچنی خطر هم زموږ مغز ته یوه ورځ په لوی زيان اوړي او زموږ د مغز روغتيا او نورمال کار کول د سخت ګواښ سره مخ کوي.

يو له هغه شيانو څخه چې زموږ د مغز روغتيا ګواښي د سهار له لوري سهارنۍ نه کول دي، سمه ده ځينې کسان به بېړه لري او زر به ځان تر کاره رسوي خو ددې لپاره ښه ده سهار وختي پاڅېږي او خپله صبحانه حتماً وکړي، ځینې کسان یې بيا د ټمبلۍ څخه نکوي، د سهار له لوري زموږ په بدن په ځانګړي ډول مغز انرژۍ ته زیاته اړتیا لري، له همدې کبله په هېڅ صورت بايد سهارنۍ پرېښودل شي، ځکه هغه کسان چې سهارنۍ ونکړي د وینې شکر یې ټيټېږي او د مغزو د تغذيې مسله د ستونزې سره مخ کوي.

سېګرېټ څکول، په دې ټول پوهېږي خو دلته يې موږ بيا هم ذکر کوو، ځکه ډېر خلک ورباندې د پوهېدو سره سره عمل نکوي، په دې باندې بايد ځان پوه کړو چې سېګرټ په یوه ورځ کې فوراً زموږ روغتیا ته لوی ګواښ نه پېښوي، خو يوه یوه ورځ یې څښل ددې سبب کېږي چې موږ ورباندې عادت شو او هره ورځ یې وڅښو، ددې ترڅنګ په پرلپسې ډول د سېګرېټو څښل بيا ددې سبب کېږي چې زموږ رګونه خپل نرم والی له لاسه ورکړي او کلک شي، د کلک والي سره رګونه تنګېږي د تنګېدو سره پکې د وينې جريان کمېږي د وينې د جريان د کمېدو سره مغزو او نور بدن د اوکسيجن جريان کمېږي او سخت زیان رامنځته کېږي.

زيات شکر او خواږه خوړل هم يو له هغه کارونو څخه دی چې د مغزو او ټول بدن روغیتا ګواښي، که څه هم د شکر په کارولو سره په موقتي ډول انسان انرژي ترلاسه کوي خو زیان یې بيا تر دې ډېر دی، شکر د بنسټیزو پروتینو هضم له ستونزې سره مخ کوي او يوه بې انډوله تغذيه رامنځته کوي.

د چټلې هوا تنفس کول، پوهېږئ زموږ مغز د بدن هغه غړی دی چې ترټولو زيات اوکسيجن مصرف کوي، کله چې هوا خرابه وي او موږ چټله هوا تنفس کوو نو دا ددې سبب کېږي چې مغزو ته د صافو اوکسيجنو تګ او جريان کم شي، په پايله کې مغز د اوکسيجن له کمښت سره مخ کېږي او سخت زیان ويني.

پوره خوب نکول، که پوره او با کيفيته خوب ونکړئ نو پدې پوه شئ چې د خپل مغز د روغتیا سره ترټولو لوی بد کړي دي، په خوب کې مغز ارام کړي او مصرف یې ترټولو کمې کچې ته راټيټېږي، کله چې تاسې پوره خوب ونکړئ نو د مغزو مهمې حجرې مو په تدريجي ډول مري او دا ستاسې لپاره په راتلونکي کې په وژونکي ګواښ بدلېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.