The news is by your side.

نجونې د نارينه و له دې ۶ خويونو سخت نفرت کوي

خبريال وېبپاڼه/ ځینې عادتونه دي چې نه د نارينه خوښېږي او نه د ښځينه و، خو داسې عادتونه هم شته دي چې تر نارینه و د ښځينه و ډېر بد اېشي، ښځينه تر نارينه و ډېرې حساسې دي او ځینې هغه خویونه چې نارينه ورڅخه ډېر بد نه وړي ددوی له لوري د سخت نفرت سره مخ کېږي.

په دې باندې ټول پوهېږو چې دروغ ويل ښه کار نه دی، ټول ځينې وختونه دروغ وایو، خو پوهېږئ د ښځو لپاره دا مسله دومره عامه نه ده، پخپلو کې ددوی لپاره هم عامه ده خو د یوه نارينه څخه دروغ اورېدل ددی لپاره هېڅ د تحمل وړ نه دي، ښځينه د نارینه و دروغ ويل هېڅکله نه بخښي او په نارينه باندې د نل لپاره خپل باور له لاسه ورکوي.

دوهم خوی چې نجونې يې په نارينه و کې هېڅ نه خوښوي هغه بخيلي ده، ځینې نارينه بې حده کنجوس وي، دوی په هېڅ ډول مصرف نه تحمل کوي، په داسې حال کې چې ښځينه په سودا اخیستلو او مارکېټ ته تللو باندې مينې دي خو کله چې خاوند بيا په دې برخه کې کنجوس وي نو دوی له دې ډول ژوند څخه د تېښتې لار لټوي.

دریم خوی چې ښځينه ورڅخه زيات نفرت لري د نارينه و خپل نظافت ته نه پام والی دی، ښځینه ظريف مخلوق دی او نظافت او ظرافت یې خوښېږي، کله چې دوی خپل نارينه په يو بد حال کې ويني چې خپل او سر وضعيت ته هیڅ پام نکوي نو مکمل يې زړه ورڅخه تيريږي.

څلورم خوی ډیرې خبرې کول دي، هغه نارينه چې پخپله خوله باندې کنټرول نلري او تل خبرې کوي د نجونو هېڅ نه خوښېږي، دا ډول نارينه ډېر ژر ددوی په وړاندې خپل قدر او عزت له لاسه ورکوي او نجونې ځان ورڅخه لرې کوي.

پينځم ناوړه خوی د مېرمنو په اند بيا ددوی نه درک کول دي، نجونې غواړي خاوند يې دوي ته غوږ ونيسي خبرې یې واورئ او دوی درک کړي، خو له بده مرغه ځينې نارینه و بيا دا خوی لري چې په هېڅ ډول بل ته غوږ نه نيسي او صرف خپله خبره ورته د قرآن کرښه ښکاري او نه ورڅخه تېرېږي.

او شپږم ناوړه خوی هم د ځان صفت کول دي، ځینې نارينه داسې دي چې په هر مجلس کې هره خبره ځانته راکش کوي او فورا کې په هره مسله کې خپله تاريخچه خپلې برياوې بيانوي، نجونې دا ډول نارينه اصلا نه خوښوي او له دوی څخه ځان ډېر لرې ساتي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.