The news is by your side.

روسیه کې د دولت ضد لاریونوال نیول سوي

راپورونه وايي چې روسیه کې د دولت پر ضد لاریونونه دوام لري او دولت زرګونه لاریونوال هم نیولي دي دا لاریونونه وروسته له هغه پیل سول چې دولت مخالف سیاستوال الیکسي نواللي نیولی.

تر دې وړاندې روسیه کې دومره لوی لاریونونه نه دي ترسره سوي او دا له سترو لاریونونه شمېرل کیږي تراوسه پوري لاهم دولت د لاریونوالو په وهلو ټکولو لاس پوري کړی.

په روسیه کې د لاریونونو څارونکي ادارې ادعا کړې چې دولت تراوسه  دوه نیم زره کسان نیولي چې یوازي نهه سوه کسان په مسکو کې دي.

پولیسو ویلي چې هره ډول لاریون به وځپل سي او د غونډیدلو مخنیوی کوي، تراوسه پوري همداسې لاریونونه دوام لري او عام خلک يې خورا په اندېښنه کې اچولي.

تراوسه لاهم دولت خپلو نیونو او لاریونونو د مخنیوي لپاره اقدام کړی او لايې هم ورته اعلان کړی چې چاته د لاریون اجازه نه ورکوي او هغه څوک چې لاریون کوي و به ځپل سي

د دې خبرداریو سره سره د روسیې له ختیځه تر سایبریا او ګوټ ګوټ پوري لاریونونه سوي چې ګډون کوونکي يې کم عمره او لوړ عمره خلک دي دوی د الیکسي د خوشي کیدلو غوښتنه کوي

رویټرز اژانس د یوه اټکل له مخې ویلي چې د مسکو په لاریونونو کې نژدې ۴۰ زره کسانو ګډون کړی وو، خو دولت ویلي  چې تراوسه دومره کسانو لاریون نه دی کړی.

کچیري روسي دولت د لاریوالو غوښتنه ومني ښايي لاریونونه پای ته ورسیږي خو دولت پر خپله خبره او لاریونوال پر خپله خبره کلک دي.

لاریونوال وايي چې  د نوالني نیونه خو پروا نکوي دوی ځکه مبارزه کوي چې ډار ختم کړي او د راتلوونکي نسلونو لپاره باید حالت سم کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.