The news is by your side.

پوهېږئ کوم رنګ ته کتل مو حافظه غښتلې کوي؟

خبريال وېبپاڼه/ رنګ د سترګو پر پرده رامنځته شوې فزیولوژیکي اغېز ته وايي، دا اغېز کیدی شي له رنګینې مادې رامنځته شوی وي یا له رنګینې رڼا څخه …نو په دې ترتيب رنګ يو احساس دی او په ژونديو ژويو کې له عصبي سیستم څخه د باندې کوم شتون نلري خو له بله پلوه انځور ویستونکی او هغه کسان چې د رنګ کمالۍ کارونه کوي يا په مطبعو او چاپ ځايونو کې په کارونو بوخت وي هغوي د رنګ کلمه هغو توکي ته وايي چې دوي یې د شيانو د ړنګولو لپاره کاروي

رنګونه زموږ په ژوندانه کې مهم رول لري د انسان پر بدن فزیولوژیکي څیړنو ښودلې چې سور رنګ دزړه دټکانونو د تېز والي لامل ګرځي او آسماني رنګ عصبي سیستم آرموي
ځینو تجربو ثابته کړې هغه کسان چې درانده بارونه پورته کوي په ډیرې سختۍ سره هغه صندوقونو پورته کوي چې په ایره یې رنګ رنګ شوي و خو کله چې همدا صندوقونو بيا په زرغون رنګ باندي رنګ شول نو همدې باروړنکو کسان دا په آسانۍ سره پورته کړل دا او دېته ورته نورو تجربو ښودلې چې رنګونه د انسان په ژوندانه ډيره اغيزه کوي نو له همدې امله د اوسیدو خوني؛دفتر، درسي خونې د کار ځاي او داسي نورو ځايونو کې مو د خوښې رنګ ته ډیر پام وکړئ او داسې رنګ ورته وټاکئ چې پرتاسو مثبت اغېز وښندي
لکه څنګه مو چې مخکې وویل نن دوه هغه رنګونه درښیو چي ستا سو وزن کموي او حافظه مو پیا وړي کوي
تور رنګ
دا رنګ د کمال رستم په رنګونو کې شتون نلري، او د سپين رنګ ضد دي تور رنګ رڼا را کشوي ،هرڅه پټوي او د بدن غړي په خپل واک کې نیسي ياد رنګ د بدن غړي آراموي او ژر ورته خوب ورولي
دا رنګ اشتها کموي د رنګونو متخصصين وایې که غواړئ وزن مو کم کړئ نو د ډوډۍ خوړلو لپاره تور دسترخوان وکاروئ

نېلي ( شين بخن)رنګ
ددې رنګ اغېزې هم آسماني رنګ ته ورته اغېزې دي او د حافظې په پیا وړتيا کې مهم رول لري ياد رنګ د کولمو د مختلفو ناروغیو لپاره غوره درمل ګڼل کيږي په شريانونو او تنفسی سیستم باندي اغيزه کوي او ټولې تنفسی ناروغۍ رغوي
یو بله د حیرانتیا خبره خو لا داده چې رنګونه پر هغو کسانو هم اغیزه لري چې لیدل نشي کولی او لامل يې هم د هغو انرژیو غبرګون ( انعکاس)دي چې دهغوي په بدن کې تولیدیږي لرغونو چینیانو هم د ناروغيو په درملنه کې دا نظريه پر مخ بيوله چې د (فينج شوي)په نامه يادېږي او همدا راز فرعونیانو هم په اهرامو کې د ننه د ميکروبونو د مخنيوي د باکتریا وو د وژلو او د مومیایي ساتلو په موخه د ( زرغون نه آخوا)رنګ څخه کار اخيست

څيړنې او تجربې
د پوهانو يوي ډلې داسې وسايل کشف کړي چې له مخې ي یې ټول هغه تنفسی يا جسمي غبرګونونه ثبتوې چې د رنګونو د اغیز په پایله کې له انسان څخه. صادرېږي له وسایلو څخه په استفادې سره دا مالومه شوه چې هر رنګ پر انسان بېلا بېلې اغېزې لري نو کله چې د انسان د زړه ټکان تيزېږې د سترګو جیږمې یې په تناوب سره خلاصېږي او بندیږي او په ورغوي کې یې د لندبل( رطوبت )او زیاتو خولو په پایله کې د برق د تولید او تودوخې کچه لوړېږي او هغه چې زموږ د مغزو د فعاليت تو پېر په ګوته کوي دا ټول هغه څه دي چې پر انسان د رنګونو د اغیز و په پایله کې رامنځته کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.