The news is by your side.

تورخم خلاص شو او مسافر سکن کېږي

خبریال وېب پاڼه/د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر په خپله تازه خپرپاڼه کې وایي چې د تورخم دروازه خلاصه شوه او ټول مسافر سکن کېږي.

نن دوشنبې د روانې اپریل میاشتې ۶ مه نېټه په پاکستان او پېښور کې د بند پاتې شويو افغانانو لومړۍ جوپه را پیل او په تورخم کې د ننګرهار د ولایتي چارواکو او روغتیا پالانو لخوا معاینه کېږي او بیا د تورخم په ښارګوټي کې جوړ شوي کمپ ته استول کېږي تر څو د ۱۴ یا ۲۱ ورځو لپاره هلته تم شي.

تېره شپه ناوخته هم د دغه ولایت والي شامحمود میاخېل له تورخم ښارګوټي څخه لیدنه کړې وه او په دغه ځای کې یې د اړوندو روغتیا پالانو ته امر کړی ؤ چې د را ستنېدونکو هېوادوالو ښه پالنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ښاغلي میاخېل په خپل یوه بیان کې وویل چې یو شمېر وکیلان وار له مخې د خپلو کسانو د نه قرنطین کولو واسیطې ورته کوي. څه د پاسه یوه اونۍ وړاندې ښاغلي میاخېل له کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه د را ستنېدونکو کډوالو لپاره د احتیاطي تدابیرو په موخه په تورخم ښارګوټي کې یو کمپ جوړ کړ چې لسګونه خېمې په کې درول شوې دي.

تېرې دوه ورځې ه همدې دروازې څخه یوازې هغو موټرو او لاریو ته اجازه ورکول کېده چې هېواد ته یې خوراکي او نور سوداګریز توکي را وارېدول.

ډېری هغو کسانو چې په پاکستان کې بند پاتې وو او د تورخم دروازې خلاصېدو ته په تمه وو، وار له مخې نیوکه کوله چې په تورخم کې به د دوی پاتې کېدل په کرونا د اخته کېدو شونتیا زیاته کړي او په دغه ځای کې یې د کافي اماناتو له نشتون هم ګیله کوله خو د ننګرهار والي دا ټولې ادعاوې ردوي او زیاتوي چې په تورخم ښارګوټي کې یې کمپ ته ټول لومړني توکي ځای پر ځای کړي او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې له دغه کمپ څخه له ټاکلې مودې وړاندې لاړ شي.

کرونا اوس په یو نړیوال ناورین اوښتی دی چې افغانستان هم د دغې خطرې د لوی ګواښ تر چتر لاندې شپې ورځې سبا کوي. تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۳۶۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۸ کسان د دغې ویروس له امله وژل شوي دي، چې وروستۍ مرګ ژوبله یې د د طب له کورنۍ د یوه تکړه ډاکتر حنیف صافي مړینه وه. نوموړی د فامیلیو ډاکتر ؤ او تېره شپه یې د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا په افغانستان کې د کرونا له امله د لومړني ډاکتر مړینه وه.

په ورته وخت په پاکستان کې د افغانستان سفیر پر مسافرو غږ کړی چې لومړی دې هغه کسان هېواد ته ستانه شي چې ناروغان او ښځینه ورسره دي. تر دې وړاندې د ننګرهار والي هم ویلي وو؛ هغه کسان چې په پاکستان کې د استوګنې امکانات لري، هېواد ته دې نه را ستنېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.