د سپورټ خاموشه نړۍ په IPL را ژوندۍ کېږي
خبریال وېب پاڼه/د کرونا ویروس په خپرېدو سره په ټوله نړۍ کې د سپورټ ډګر هم خاموش کړی، ټولې نړیوالې او کورنۍ لوبې ځنډول شوې او یا هم لغوه شوې دي.
خو د انګلستان د کرېکټ پخواني وتلي ستوري کېون پټېرسن په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د کرېکټ د خاموشه شوې نړۍ شور او ولولې به د آي پي اېل لوبو په پیل سره وشي. ده هیله ښودلې چې دغه لوبلړۍ به ضرور پیلېږي. پټېرسن د کرېکټ له نړۍ څخه تر استعفاء وروسته اوس د یو نړیوال کرېکټ مبصر دنده مخته وړي چې ډېری وخت په مشهورو فارمټونو کې د نوموړي غږ اورېدل کېږي.
په تېرو دوو میاشتو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نړیوالې او کورنۍ لوبې وځنډول شوې. د والیبال، فوټبال، کرېکټ، آزادو سیالیو او نورو بېلا بېلو هغو لوبو چې خلک په کې را ټولېږي، بندیز ولګېد تر څو د کرونا ویروس د خپرېدو او اخته کېدو مخنیوی وشي.
کېون پټېرسن له سټار سپورټ ټلویزیون سره په خپله مرکه کې ویلي چې زه ډاډه یم چې د آی پي اېل لوبې به کېږي او سږ کال بند شوی کرېکټ به یو ځل بیا د شور او ځور په بڼه د آی پي اېل په لوبو کې را څرګند شي.
ټاکل شوې وه د آی پي اېل لوبې د تېرې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نېټه پیل شي خو د هندو حکومت لخوا له بهرنیو هېوادونو څخه دغه هېواد ته په ورتګ له بندیز لګېدو سره سم د هند کرېکټ بورډ د آی پي اېل لوبې د روانې اپریل میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې وځنډولې. دا چې د کرونا ویروس اوس ټولې نړۍ ته په یو لوی سرخوږي اوښتی، ښايي په هند کې هم د دغې ناروغۍ د خپرې له امله ګرځبندیز نور هم وغځېږي او د آی پي لوبې هم ورسره ځنډنۍ شي.
د آی پي اېل لوبو لپاره نهه ورځې پاتې دي خو د هند کرېکټ بورډ یې په هکله څو ځله ناستو او غونډو سره سره نه دي تواندېدلي چې د دغې لوبلړۍ مینوالو ته د کېدو یا نه کېدو په هکله بشپړ وضاحت ورکړي. تېره اونۍ د آی پي اېل لوبډلو مالکانو او د هند کرېکټ بورډ په ګډه غونډه کې هم پر کېدو او نه کېدو زیاتې چاڼې وهل شوې وې چې بیا وروسته د هند د کریکټ بورډ مشر رسنیو ته یوازې دومره وویل چې ښایي د آی پي اېل لنډې لوبې ولرو خو څرګنده یې نه کړه چې څنګه لنډې لوبې؟
په دغه فارمټ کې ټوټال ۶۰ لوبې کېږي او په شاوخوا ۵۰ ورځو کې به ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دری ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر د کرېکټ له وتلي ستوري ویرات کولي سره هم د ویډیو له لارې خبرې کړې دي خو دا چې د کرېکټ پر حالاتو ویې څه ویلي دي، رسنیز شوي نه دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.