The news is by your side.

پاکستان کې افغان کډوال د بشري ناورین په لومو کې

خبریال وېب پاڼه/په پاکستان کې د کرونا ویروس د زیاتېدو په لړ کې په دغه هېواد کې افغان کډوال د بشري ناوری له خطر سره مخ دي.

په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کمپونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره د پاکستان د کډوالو او قبایلو چارو وزیر اعلان کړی چې ښایي په دغه کډوال مېشته سیمو کې یو لوی بشري ناورین را منځته شي.

د کابل، هرات او کندهار په ګډون د هېواد په شاخوا ۲۲ ولایتونو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د کرونا ویروس له امله ۲۱ ورځنی ګرځبندیز لګېدلی دی.

دې چارې په هېواد کې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي. د لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو بیې لوړې شوې دي، ډېری شرکتونو او کمپنیو خپل فعالیتونه درولي او ګڼ شمېر هېوادوال وزګار شوي دي. په ورته وخت کې د هېواد بېوزله طبقه هم له ګڼو ستونزو سره مخ ده او که بشردوستانه مرستې ورته و نه رسېږي، ښایي دلته هم یوه لویه فاجعه را منځته شي.

نن دوشنبې سهار ۷:۳۰ بجې د تورخم دروازه هم خلاصه شوه او په کوزه پښتونخوا کې بند پاتې شویو افغانانو ته د دریو ورځو لپاره په دغه لاره تورخم ښارګوټي ته را ستنېدلو اجازه ورکړل شوه، هلته به له ۱۴ نه تر ۲۱ ورځني قرنطین وروسته خپلو سیمو ته لېږل کېږي.

د ورستیو معلوماتو له مخې په پاکستان کې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی او په دغې ویروس باندې د اخته کسانو شمېر بیا شاوخوا ۳۲۸۰ کسانو ته پورته شوی دی. په سیمه کې له ایران او چین وروسته پاکستان د کرونا تر سخت برید لاندې راغلی او مشرانو یې په وار وار له نړیوالو مرسته غوښتنې ده. دوې اونۍ وړاندې له چین څخه هم دغه هېواد ته د روغتیایي توکو یوه ډکه الوتکه مرستې ورسېدې.

د دغه هېواد د کډوالو او قبایلي چارو وزیر وایي چې د کرونا له امله د را منځته شوي بندیز له امله ښایي د افغان کډوالو کمپونه له ګڼو ستونزو سره مخ شي چې په دې کې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدو وېره هم شته دي. نوموړي پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې حل کړي او په دې توګه دوی د کرونا له خطرونو بچ کړي.

افریدی همداراز وایي چې د پاکستان حکومت له دغې کمپونو سره د مرستې لپاره یوه بسته ځانګړې کړې ده خو په وینا یې دا بسنه نه کوي او د نړیوالو مرستو ته اړ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.