The news is by your side.

طالبانو د وردګو یو قومي مشر وژلی وواژه

خبریال وېب پاڼه/طالبانو تېره شپه د وردګو د سیداباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د دغه ولایت یو قومي مشر وژلی دی.

د وردګو سیمه ییز چارواکي مني چې د ضیاءالدین کمال په نوم دغه قومي مشر چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماند هم ؤ، د همدې رواني وري میاشتې په دویمه نېټه د کابل ښار له پینځمې ناحیې څخه طالبانو تښتولی ؤ او له شکنجې وروسته یې تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې وژلی دی.

په ورته وخت د همدې ولایت په چک ولسوالۍ کې هم د وسلوالو طالبانو لخوا د اردو پر پوستو ډله ییز برید شوی دی.

تېره شپه د چک ولسوالۍ د لنګر، کولک او ګلدانو پر پوستو د وسلوالو طالبانو لخوا ډله ییز برید شوی دی چې د سیمې خلک یې سخت وېرولي دي. د تلفاتو په هکله تر دې دمه ښکېلو خواوو کوم خبر نه دی ورکړی خو له سیمې څخه د عیني شاهدانو په وینا په یو کور باندې مرمۍ لګېدلې ده چې یو کس په کې وژل شوی او د کورنۍ څو نور غړي یې ټپیان دي.

دغه جګړه وړوکی ځپلی ولایت چې د پلازمېنې کابل په ۷۵ کیلو مترۍ کې واقع دی، د کال دری فصلونه (پسرلی، دوبی او منی) په کې پرلپسې جګړه روانه وي خو دولت لا هم نه دی توانېدلی په کې امنیت ټینګ او طالب اورپکي وځپي. یوازې د ژمي په موسم کې چې د ونو پاڼې او فصلونه زرغون نه وي، په دغه ولایت کې په نسبي جګړه ولاړه وي.

په داسې حال کې چې دولت له کرونا سره د مبارزې لپاره خپل تمرکز زیات کړی، طالب اورپکو پر امنیتي او دفاعي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. تر دې مهاله په ټول هېواد کې د کرونا شاوخوا ۳۶۷ مثبتې پېښې صبت شوې دي، چې له ډلې یې د دغې ناروغۍ له امله لس کسان وژل شوي هم دي. تېره شپه یوه ډاکتر په کابل کې د همدې ویروس له امله ووژل شو او تازه په بلخ ولایت کې دوه نور کسان چې عمرونه یې ۸۶ او ۷۰ کلونه ښودل شوي دي، مړه شوي دي. په بلخ کې تر دې مهاله د کرونا له امله ۳ کسان وژل شوي دي، چې له هرات څخه وروسته دویم ولایت دی چې کرونا ته زیاته قرباني ورکوي.

د ځینو سرچینو په حواله په وردګو ولایت کې طالبانو د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاوي دری کارمندان هم برمته کړي دي. دا په دغه ولایت کې د وسلوالو مخالفینو لخوا په یو وخت کې دریمه ځپونکې پېښه ده چې ولس یې شاهد دی.

ضیاءالدین کمال د دغه ولایت له مخکښو څېرو څخه ؤ چې وخت ناوخت به یې د ولس غږ تر چارواکو رساوه او د ولس تر څنګ به ولاړ ؤ. تېره اونۍ د دغه ولایت یو شمېر وکیلانو او پېژندل شویو څېرو هم د ضیاءالدین کمال د را خوشي کولو لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.