The news is by your side.

کندهار ته د یوناما مرستیال لینزر سفر

د افغانستان لپاره د یوناما مرستیال او د( WHO ,WFP, IOM ) مسؤلینو کندهار ته سفر وکړ

د کندهار والي حیات الله حیات د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د UNAMA مرستیال Toby Lanzer، د افغانستان لپاره د WFP مسؤل Robert Kasca، د WHO مسؤل Rik Pepper او IOM مسؤل Nicolas Bishop سره وکتل، چي پر مهال يې د جنوب لویدیځي حوزې د یوناما مسؤل روبین کالپین، د بهرنیو چارو رئیس ظاهر الکو او د روغتیا رئیس ډاکټر اشرف نادري هم حضور درلود.

کندهار والي حیات الله حیات وویل د هیواد د لویدیځو ولایتونو او مرکزي افغانستان د تلوونکو مسافرو په شمول د ایران او پاکستان څخه د راتلوونکو کډوالو د تلو راتلو لار له کندهار څخه تیریږي، چي په دې سره موږ تر بل هر ولایت ډیر د کرونا ویروس د خپرېدو خطر سره مخ یو او په همدې موخه موږ ۹۵ سلنه پر وقایوي تدابیرو پر تطبیق او عامه پوهاوي باندي تمرکز کړی دی.
.

والي حیات زیاته کړه، موږ تر اوسه مرکز ته ۲۲۶ مشکوک سمپلونه لیږلي، چي ۱۳ يې مثبت، د ۳۰ نتیجه يې پر لار ده او پاته نور ټول منفي راوتلي او په خبره يې موږ د پيښو د ډيریدو پر مهال د دولتي روغتيايي مرکزونو په شمول، خصوصي روغتيايي مراکزو، ځينو دولتي تاسیساتو او یو شمیر نورو ودانیو څخه د دریو پلانونو له مخي ګټه اخلو، چي دمګړۍ په لومړي پلان کي قرار لرو او یادونه یې وکړه، چي د ۳۵۰ بستریز روغتون د بشپړ تجهیز او یو شمیر نورو اړینو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرکزي حکومت د ۱۰۰ میلیونه افغاینو ژمنه هم کړې، چي ډیر ژر به راورسیږي.

کندهاروالي د غربت ډيروالي او د خلکو د ورځني عوایدو بندیدل لویه ننګونه وګڼل او یاده برخه کې يې د مشخص پلان د شتون تر څنک د هغه لپاره د امکاناتو د جلب یادونه وکړه، چي تر اوسه پوري خصوصي سکتور په یاده برخه کي همکاري کړې او تمه ده، چي نژدې ورځو کي به د هند هیواد څخه زرګونه ټنه غنم هم راورسیږي او موږ هڅه کوو، چي د امکاناتو سره سم په سلګونه شغله ایجاد او پر وخت د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړو.

وروسته د افغانستان لپاره د UNAMA مرستیال Toby Lanzer د کندهار ولایتي ادارې له لوري د جوړ سوي پلان ستاینه وکړه او ویې ویل، چي د یادو حالاتو لپاره د حکومت له لوري په هر ځای او کندهار کي دقیقو پلانونو ملاتړ کوو.

ښاغلي لینزر زیاته کړه، ده او نورو مسؤلینو ځکه کندهار ته سفر کړی، تر څو د کډوالو او مسافرو د تلو راتلو مرکز ته ځانکړې توجه وکړي او په خبره يې نړۍ د یو پټ دښمن سره مخ ده، چي نه مذهب پيژني، نه کلتور پيژني او نه هیڅ ډول ارزښتونه پيژني او لازمه ده، چي ټول يې په ګډه مقابله وکړو.

د لینزر په خبره، عنعنوي مسایل د وقایوي تدابیرو په وړاندي ستر خنډ ګرځیدلي دي او باید په ګډه د وقایوي تدابیرو په تطبیق کي کار وکړو.

ښاغلي لینزر زیاته کړه، موږ ټولو نړیوالو موسساتو او انجوګانو ته لارښوونه کړې، چي د افغانستان د حکومت په څیر تر پخوانیو ډير اوږدو رسمي مسایلو تیر سي او د استثنا په توګه خپلي مرستي او همکاري د کرونا په مخنیوي کي د افغانستان د حکومت سره شریکي کړي او ډيره توجه مو پر دې ده، چي د نورو اړینو مرستو تر څنګ د نغدي پیسو مرستو ډیروالي ته توجو وکړو.

وروسته د افغانستان د WHO مسؤل ریک پیپر وویل، ددې تر څنګ چي کرونا باید جدي وګڼو او په وړاندي يې جدي مبارزه تر سره سي، تر څنګ يې باید نور روغتیايي خدمتونو او وقایوي واکسینونو پروګرامونه هم دوام ولري، تر څو د یوې ستونزي تر ختمیدو وروسته په بله ستونزه کي ښکیل نسو او همدارنګه يې د وقایوي تدابیرو پر مهال د ټولني د ټولو اقشارو په ځانګړي ډول د علماوو او قومي مشرانو وغوښتل، چي د کرونا د خطراتو په اړه ولسونه پوه کړي او پر مهال يې د هر اړخیزي همکاري ډاډ وړاندي کړ.

ښاغلي پيپر وویل، ښار ته د ننوتلو پر مهال باید مسافرو او کډوالو ته د کرونا په اړه عامه پوهاوي ورکول سي او د عامه پوهاوي په برخه کي يې یادونه وکړه، چي د پولیو د کارمندانو څخه هم ګټه اخیستلاي سي او په یو شمیر نورو برخو کي يې د همکاري ډاډ وړاندي او د ګډو هڅو پر دوام يې ټینګار وکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.