The news is by your side.

د ښځينه و سنت کولو کې مشهور هېواد نوی قانون تصویب کړ

خبريال وېبپاڼه/ اوس په هم په ځينو مسلمان مېشتو هېوادونو کې د ښځينه و سنت کول ليدل کېږي، دا ځورونکی عمل چې پخپله په اسلام کې شتون نلري د اسلام د پوهې ادعا لرونکو او ځانته يا يې د مريدانو له لوري علما ويونکو کسانو رواج کړی دی، البته دا ډله خلک ډېر محدود دي خو بيا هم شتون لري او د مسلمانو ښځينه و ژوند تیاره کوي.

يو له دغه هېوادونو څخه هم مصر دی، په دې هېواد کې د بل هر هېواد په نسبت د ښځینه و د سنت کولو چاره ډېره عامه ده، دغلته نجونې په زور رانيول کېږي يا په کور او يا هم په روغتون کې سنت کېږي، دا ډول ډېری عملیاتونه په غيرې ستندرد ځایونو کې ترسره کېږي او عمليات يا سنت کول په سم ډول نه ترسره کېږي چې ډېر کله مېرمنو ته داسې جانبي عوارض ورواړوي چې ټول ژوند يې له کړاو سره مخ کړي.

د مصر حکومت ددې چارې خلاف دی، په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې ددې هېواد حکومت په ټول مصر کې د ښځينه و په سنت کولو بنديز ولګاوه، له دې سره سره بيا په دې هېواد کې داسې خبرونه خپاره شول چې بيا ځینې ښځينه سنت شوې دي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د مصر حکومت نور د عام بنديز څخه يو قدم مخکې واخيست او د ښځو سنت کولو یې جرم وباله، خو ددې هرڅه سره سره بيا ددې هېواد له ځينو سيمو څخه د نجونو د سنت کولو لپاره خبرونه راتلل او لا هم ښځې ددې ناوړه دود قرباني وې.

اوس تازه د مصر حکومت په دې هکله قوانين نور هم سخت کړي دي، د مصر حکومت د نوې پرېکړې په اساس له دې وروسته به د هغه کس سزا چې کومه مېرمن سنت کړي تر شلو کلونو پورې رسېږي.

د مصر حکومت پخپله نوې پریکړه کې دا هم ويلي دي که هر روغتيايي کار کوونکی کوم مېرمن سنت کړي نو د سزا سره سره د ۵ کلونو لپاره به د مسلک څخه هم وشړل شي او بيا به نشي کولی خپل مسلک ته دوام ورکړي.

تمه ده چې دا قانون ډېر ژر د مشر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي له لوري تاييد شي او وروسته په ټول مصر کې د تطبيق وړ وګرځي.

په دې هېواد کې د ښځو د حقوقو بنسټونه او فعالين/ فعالینې وايی چې دا يوه ښه پرېکړه ده، موږ يې ستايو خو دا پرېکړه به هغه وخت خپل حقيقي ارزښت ښکاره کړي چې په کامل ډول عملي شي، ددې هېواد د ښځينه د حقوقو فعالانږ وايي چې حکومت تر دې وړاندې هم ددوی سره وعدې کړې دي نو عملي شوې نه دي، خو دا ځل بايد‌ دې ډول دي قوانينو ته د عمل جامه ور واغوستل شي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.