څنګه کولی شو وخت بچت (سپما) کړو؟

خبريال وېب پاڼه: د وخت سپما کول دومره مهم دي چې هر انسان يې بايد په ارزښت پوه شي د هر څه مخکې د وخت په ارزښت وپوهيږئ ځکه ژوند يوه موقع ده چې په دې دنيا بيا نه تکراريږي نو حتمن کوښښ وکړئ چې د ژوند هره ثانيه مو په نيک او ګټور کار په مصرف ورسوئ.

که چير تاسو د خپل کار او کسب ماهر اوسئ يا د شرکت لويي يا وړي سوداګرئ څښتن اوسئ او يا هيڅ هم نه کوئ او ستاسو پلار او مور ستاسو لپاره کار کوي او پيسي ګټي خو بيا هم هرڅه په خپل وخت او زمان سره وکړئ د نن کا سبا ته مه پريږدئ.

تاسو فکر وکړئ د نړئ لوې پوهان څوک دي بريالی خلک څوک او هغه خلک څوک دي چې نن نشته خو نوم او نښان او هغه څه يې چې ترسره کړي نن ورځ هم ياديږي او په کار وړل کيږي.

په دې ليکنه کې به وپوهيږئ چې وخت څنګه سپما کړئ!

* د خوب لپاره يو ټاکلی وخت وټاکئ: لکه څنګه چې تاسو ښه پوهيږئ چې يوه شپه او ورځ ۲۴ ساعته دی او د خوب کولو لپاره غوره وخت د ساينس پوهانو په نظر ۸ ساعته دی چې بايد د او د شپي لخوا بايد د خوب لپاره دا وخت وټاکئ د شپي د ۹ يا ۱۰ بجو څخه د سهار ۵ يا ۶ بجو پوري د خوب کولو غوره وخت دی چې د انسان روغتيا لپاره ډير ګټور دی که چيري تاسو د خوب په وخت کې څه بدلون راولئ نو دا ستاسو په ذهن او جسم ډير بده اغيز کوي له ۸ ساعتو ډير يا کم خوب هم د انسان ذهن ناارامه کوي نو وخته ويده شئ چې هوښيار او صحتمند اوسئ.

* هغه کارونو ته لومړيتوب ورکړئ چې په فزيکي لحاظ سره يوشان وي: که چيري تاسو د کوم کار په کولو بوخت اوسئ او همدي ته ورته کار ووينئ نو کوښښ وکړئ چې دې کار ته هم لومړيتوب ورکړئ او دواړه کارونه چې کول يې تاسو ته اسان او يوشان وي ترسره يې کړئ دا هم ستاسو وخت سپما کولی شي.

* د هر کار د کولو لپاره يو ټاکلی وخت وټاکئ او په هغمه وخت يې ترسره کړئ: که چيري د خپلو ورځني کارونو لپاره مهالوېش جوړ کړئ او په همغه مهالوېش مخي ته ولاړ شئ يو دا چې کارونه به مو په صحيح ډول مخي ته ځي او بل دا چې د ذهن او جسم دواړه به مو راحته او ارام اوسي.

* که چيري د کوم کار په کولو کې ستړي شوئ او ځان ناراحته احساسوئ نو کوښښ وکړئ چې د ۲۰ دقيقو لپاره ارام وکړئ که چې تاسو ستړي ياست او کار کولو ته ادامه ورکړئ نو نه به مو کار په صحيح ډول مخي ته ځي او نه به تاسو ارام اوسئ.

* لومړی د کار پايله او نتيجه ارزيابي کړئ او بيا د کار کولو ته ادامه ورکړئ ځکه که چيري تاسو يو کار ترسره کړئ او پايله يې خرابه وي نو په پای کې تاسو هم د ناراحتۍ احساس کوئ او وايئ چې کاش دا کار مې نه وی کړی نو غوره به دا وي چې لومړی د کار پايله او نتيجه کړئ ځکه دا هم ستاسو وخت ضايع کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More