The news is by your side.

د خوشحاله انسانانو د ژوند رازونه!

خبريال وېب پاڼه: خوشحاله اوسېدل داسي يو انتخاب دی چې خوشحاله کسان يې هره ورځ انتخابوي مطلب دا چې د ځان د خوشحالولو لپاره هره ورځ يو کار حتمن کوي ترڅو خوشحالې يې په نصيب شي خوښ خلک داسي يو اسلحه لري چې په ډزولو سره يې په دې کس د خوشحاليو بارانونه وريږي او دا ترې خوند اخلي دا ډول خلک تل خوشحاله نه وي خو بيا هم په هر حالت کې د خوشحالۍ احساس کوي.

راځئ د خوشحاله خلکو په هغو رازونو وپوهيږئ چې هيڅکله يې تاسو ته نه وايې!.

* خوښ خلک (نه) ويل عدت لري: يعني که دوي هر څومره خفه وي يا ناراحته وي نو که ته يې په داسي حالت کې وګوري چې کله دي نه وي ليدلی ته به ترې حتمن پوښتنه کوي ( فلانکيه څنګه داسي فکرونو کې ډوب يې يا څنګه خفه خو به نه يې) د داسي ډول خلکو اکثره ځواب (نه) وي ځکه دوي پوهيږي که چيري دوي تاسو ته خپل حال بيان کړي نو تاسو به ورسره ناراحته شئ او دوي نه غواړي تاسو ناراحته کړي ځکه خوښ خلک لومړی د نورو خوښي په نظر کې نيسي او دا خلک بي له شکه خوشحال خلک دي.

* دوي تل خوشحال نه وي: ځکه په نړۍ کې داسي هيڅ څوک هم نشته چې ټول عمر دې خوشحاله ژوند تير کړي حتمن به يو نه يو درد لري خو ځيني يې نورو ته بيانوي او ځيني يې په خپل زړه کې ساتي.

* پوهيږئ دا خلک وي زياتره وخت خوشحاله وي؟ ځکه دوي د ژوند سختي شيبي تيري کړي وي او تر خوشحاليو يې ځان رسولی وي ژوند له تجربو ډک وي چې همدا تجربي انسان تر خوښيو رسوي دا خلک اکثره خپله خوشحالی پټه ساتي او يا هم داسي خلکو سره خپله خوشحالی شريکوي چې دوي پرې باور لري ځکه داسي خلک هم شته چې په نورو خلکو يې خوشحالی نه پيرزو کيږي او دوي ډاريږي چې څوک يې ترې خوشحالی وانخلي.

* خوشحاله خلک په ژوند کې خفګان ته ځای نه ورکوي د خفګان او فشار په مقابل کې يې د ژوند ټولي دروازي تړلي وي خو بيا هم ژوند له خفګان او فشار خالي نه وي او دا خلک کوشش کوي چې د خفګان په وخت کې هم د خوشحالۍ احساس وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.