The news is by your side.

امريکا کې يو کس ګارسون ته د ۱۴ ډالرو په ځای ۱۴۰۰ ډالرو ورکړل، خو ولې؟

خبريال وېبپاڼه/ د امریکا په کلوراډو ایالت کې د يوه رستورانت څښتنه هغه وخت حیرانه شوه کله چې دغه رستورانت ته راغلي يوه مېلمه د ۱۴ ډالرو په ځای ۱۴۰۰ ډالر پرېښي و، د رستورانت خاونده ددې کار په ليدو سره حيرانه شوه خو لا هم په دې باندې نه پوهېده چې ولې ورته یو کس دومره زياتې روپۍ ورکړې.

د ډېوېډ په نامه یوه کس چې دې رستورانت ته راغلی و او هلته یې صرف دومره څه وخوړل چې ټول مصرف یې ۱۴ ډالر کېده، ددې رستورانت کار کوونکي او څښتنه حيرانه کړه، ډېوېډ د ۱۴ ډالرو په ځای پوره ۱۴۰۰ ډالر بېل ادا کړ او همغسې له رستورانت څخه ولاړ.

په داسې حال کې چې د رستورانت څښتنه په دې کار سره حيرانه شوه خو وروسته یې کله چې د بېل شاه وليده نو پوه شوه چې حقيقت څه دی او ولې دې کس د ۱۴ ډالرو په ځای دومره زياتې يانې ۱۴۰۰ ډالر پرېښي دي.

دې سخي سړي په دې رستورانت کې د هر کار کوونکی په سر باندې ۲۰۰ ډالر پرېښي دي، ده دا کار ځکه کړی دی چې رستورانت د نوي کورونا ويروس له کبله ډېر زيان ليدلی و او ده غوښتل چې ددوی کار بيا لږ تازه شي او دوی ته مورال جوړ شي.

ددې رستورانت څښټنې نالیا چې حیرانه وه ددې حالت وروسته اوس هم په نړۍ کې د ښو خلکو د هغه خلکو چې زړونه يې له نېکی ډک دي او د نورو لاسنيوی کوي يادښت ته اشاره وکړه دې وويل؛ اوس هم په نړۍ کې ددې ډول کسانو ليدلو زه زياته خوشحاله کړم.

د رستورانت څښتنه وايی چې ښاغلي ډېوېډ ددوی په رستورانت کې ډېر خوړلی هم نه و، ددې په وينا چې ښاغلي ډېوېډ صرف يوه سهارنۍ کړې وه چې ټول مصرف یې شاوخوا ۱۴ امريکايي ډالر و.

دغه سخي مشتري يو کوچنی نوټ هم پرېښی و، وروسته له هغه چې ډېوېډ له رستورانت څخه جدا شو لږ ساعت وروسته د رستورانت د کار کوونکو پام د بېل شاه ته شو، دغه کس د بیل په شاه باندې د کورونا ويروس په هکله څه ليکلي و.

کله چې د رستورانت کار کوونکو بېل را واخیست او ویې ليدل چې دې کس ۱۴۰۰ ډالر ورته جمعه کړي دي نو حیران شول، دوی وروسته کله چې د بېل شاه وليده نو ورباندې ليکل شوی و چې کورونا ويروس ډېر زيات بد دی‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.