تر کلیوالي سیمو ښارونو کې بیوزلي زیاته سوې

خبریال ویبپاڼه/ افغانستان کې روانې دایمې جګړې فقر غوربت او بې کاریو ته لاره هواره کړې او په ټولو برخو کې يې عام خلک له خورا زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي

په ښارونو کې د بې کارۍ اوج ته رسیدلو او نفوس ډیریدلو  له امله ښايي د کلیوالي سیمو په نسبت ښاري سیمو کې غربت او فقر زیات سوی ځکه نو يې خلک تر کلیوالي سیمو په ښاري سیمو  کې بیوزله دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلی چې دوی څېړنې او سروې ګانې  کړې چې په پایله کې يې مالومه سوې چې په افغانستان کې اوس په کلیوالي سیمو کې دومره بیوزلي نسته لکه په ښاري سیموکې چې خلک ورسره لاس او ګریوان دي.

داسې ښکاري چې په کلیوالي سیمو کې خلک په خپلو پټیو او کروندو کې بوخت دي او دومره عاید پوره کولی سي چې دوی يې وخوري، خو په ښاري سیمو کې خلکو ته د کار زمینه نه ده مساعده.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې چې  د کرونا ناروغي په رامنځ ته کیدلو سره په ښارونوکې قرنطین او ګرځبندیزی د دې لامل سوی چې د بیوزلۍ سلنه ۴ ته لوړه کړي خو په کلیوالي سیمو کې بیا دا فصیدي دریو ته رسیږي.

د وړاندې سویو مالوماتو پر مټ ویل سوي چې دې حالت ته په کتلو سره افغانان راتلوونکي کې چنداني  اقتصادي وده ونلري.

کرونا ناروغي لاهم په افغانستان کې سته او هره ورځ نوې مثبتې پیښي ثبتږي چې لا یې هم ډیری افغانان په اندېښنه کې اچولي.

په افغانستان کې تراوسه پوري ۵۴۷۵۰ کسان په کرونا اخته سوي چې له جملې څخه يې تراوسه پوري ۲۳۸۹ کسان وژلي، روغتیا پالان وايي چې عام خلک دي روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره خپل ورځني کارونه مخ ته یوسي.

تراوسه پوري د ټولې نړۍ په کچه په کرونا ناروغي باندې ۹۹ میلیونو څخه زیات انسانان په کرونا اخته سوي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More