د هند او چین ترمنځ سرحدي نښته
خبریال ویبپاڼه/ ویل کیږي چې د چین او هند تر منځ په یوه نښته کې د دواړو لورو ترمنځ یو شمېر سرتیري ټپي سوي هم دي هند هېواد ویلي دا یوه کوچنۍ پیښه ده او موضوع حل سوې.
تر دې وړاندې هم د چین او هند ترمنځ د سیکیم سرحدي سیمه کې ورته کړکېچ او نښتې رامنځ ته سوې.
یوه نښته چې موده وړاندې د چین او هند ترمنځ ترسره سوې ۲۰ هندي سرتیري پکښي وژل سوي وو.
دا اوس تازه نښته چې رامنځ ته سوې ادعا سوې چې یوې ډلې چیني پوځیانو غوښتل چې د هند خاورې ته ننوزې ځکه نو هندي ځواکونو دفاعي توګه پرې ډزې کړې او نښته رامنځ ته سوې ده.
ویل سوې چې د دې نښتې وروسته د ځايي قوماندانانو له لوري دا موضوع حل سوې او هند دغه یوه کوچنۍ پیښه بللې.
دهند او چین پر سرحدي سیمو کې داسې نښتې نوې خبره ده هند له خپل بل ګاونډي پاکستان سره هم د سرحدي جګړو مخینه لري او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ لويي جګړې هم رامنځ ته سوې دي.
هند او چین په خپل منځ کې ۳۴۴۰ کیلومتره پوله لري چې تراوسه يې حدود نه دي مالوم سوي ځکه نو هرکله داسې نښتې رامنځ ته کیږي.
د هند او چین ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښته هغه وه چې د لډاخ په سیمه کې رامنځ ته سوه او پکښي شل هندي سرتیري ووژل سول له هغې ورځې را په دې خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ترینګلتیاوي رامنځ ته سوې.
د هند او چین اړیکي؟
هند او چین چې یو د بل ګاونډي هېوادونه دي یو د بل سوداګریز او اقتصادي شریکان بلل کیږي او داسې موضوعات کولای سي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دې اړیکوخورا منفي تاثیر وکړي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.