The news is by your side.

د چارو ادارې ولې ارغندیوال له دندې ګوښه کړ؟

خبریال وېب پاڼه/ د مالیې وزارت ګوښه شوی پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي له وزارت ځکه لېرې شوم چې ارګ کې مې د یو شمېر کړیو غیر قانوني فرمایشونه نه منل.

عبدالهادي ارغندیوال نن په یو خبري کنفرانس کې د نوموړي د ګوښه کېدو په مکتوب کې ذکر شوي تورونه بې بنسټه وبلل او زیاته یې کړه چې د ارګ د کړیو په غیر قانوني فرمایشونو یې خیال نه راوړه ځکه له دندې لېرې شو.

عبدالهادي ارغنديوال خبري کنفرانس کې یاده کړه چې د چارو ادارې په قراردادونو کې له ۱۸ ډوله غوښو سره ما مخالفت کړی، له همدې امله د تدارکاتو کمېسیون ونه غوښتل چې زه په کابینه کې پاتې شم. ارگ کې ځانگړې حلقې زما په کارونو کې لاس وهنه کوله.

ارغندیوال وړاندې زیاتوي ځینو چارواکو زنګ وهلی وو چې ځينې ګمرکونه موږ ته راکړئ، خو زموږ کلک دریځ دا وو، چې موږ له بیت المال سره معامله نه کوو. موږ د مالیې وزارت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت په ریزرف کې د ۱۴۰۰ مالي کال چې نوی مالي کال دی ۳۱ مېلیارده افغانۍ لرلې.

ارغندیوال د عزل مکتوب کې غیر قانوني ګومارنو ته په اشارې وویل چې زما په مدیریت کې هېڅ غیرقانوني ټاکنه نه ده شوې، د وزارت عادي بودیجه کابو ۹۰ سلنه او پراختیايي بودیجه هم ۸۳ سلنه لګول شوې ده.

د جنوا په کنفرانس کې مو وکولی شول چې د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د ۱۳.۴ میلیارده ډالرو مرسته تر لاسه کړې.

زه د ناروغۍ په بستر کې وم خو کله چې وزارت ته راغلم ماته زما د عزل سند په لاس راکړل شو.

ارغندیوال وایي که څه هم ولسمشر غني ورته منلې وه چې په چارو کې به یې څوک لاسوهنې نه کوي خو وایي په ارګ کې یوې خلصې کړۍ یې په چارو کې لاسوهنه کوله او غیر قانوني فرمایشونه یې نه منل کېدل.

نوموړي څرګنده کړه چې په وزارت کې یې د نړرو وزیرانو په څېر خپلوان او د اړیکو خلک نه دي مقرر کړي او نه یې داسې کسان په دندو کړي وو چې ټامیان وو له بهر راغلي وو او ډالري معاشونه یې اخیستل.

ارغندیوال وایي ملي ګټو ته ژمن یم، دفاع یې کوم او دې لپاره لویو قربانیو ته هم چمتو یم.

د مالیې وزارت پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال څو ورځې وړاندې د اشرف غني په فرمان له دندې ګوښه شو.

د چارو ادارې په دې تړاو په خپره کې خبر پاڼه کې د ارغندیوال د ګوښه کولو لاملونه د عوایدو راټولولو کې ځنډ، په مالیې وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو په اړه د ګډې کمیټې سره نه همکاري، د غیر قانوني ګمارنو څېړل او نه مخنیوی، کمزوری مدیریت، د ښې حکومتدارۍ ارزښتونو او اطاعت ته نه ژمنتیا او د ولسمشرۍ د عالي مقام د حکمونو او لارښوونو څخه سرغړونه یې په ګوته کړې وه.

د ولسمشر غني د دویمې دورې د پیلېدو سره سم یې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی وو چې څو میاشتې مخکې یې د ولسي جرګې څخه د باور رایه هم تر لاسه کړه او د مالیې وزارت یې وګاټه، د تېر زېږدیز کال د مارچ په میاشت یې رسماً دنده پیل کړه او د دندې د پیل په ورځ یې د ټولو کارکوونکو نه قسم هم اخیستی وو چې فساد به به نه کوي خو د څو میاشتو مأموریت وروسته بېرته بیا د ولسمشر په فرمان له دندې لېرې شو.

لا هم د حکومت د وزیرانو کابینه نه ده بشپړه شوې.

د ولسمشر غني او د روغې جوړې عالي شورا د رٸیس ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري ولسي جرګې ته په معرفي شویو نوماند وزیرانو کې د عبدالله زیات معرفي شوي وزیرانو د باور رایه تر لاسه کړه خو د غني یو شمېر رد شول.

تر اوسه د ولسمشر غني له لوري هم د رد شویو وزیرانو پر ځای نور نوماند وزیران نه دي معرفي شوي او لا هم ځیني وزارتونه د سرپرست وزیرانو له لوري اداره کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.