The news is by your side.

جوبايډن خپلې اوسنۍ مېرمنې ته څو ځلې د واده وړانديز کړئ؟

خبريال ویبپاڼه/ څو ورځې وړاندې د امريکا په متحده ايالاتو کې حکومت بدل شو او جوبايډن ددې هېواد رسمي ولسمشر شو، د جوبايډن د ولسمشر کېدو سره ددې هېواد لومړۍ مېرمن Jill Biden شوه، د مېلانيا ټرمپ په ځای اوس وخت رارسېدلی دی چې چې د Jill Biden سره اشنا شو، په دې باندې خبر شئ چې د جوبايډن د میرمنې شخصیت د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له میرمنې څخه ډېر توپیر لري.

د نوي ولسمشر جوبایډن مېرمن تر دې وړاندې په يوه کالیج کې ښوونکې وه، ويل کېږي دې د جوبايډن د ټاکنيز کمپاين په مهال هم خپلې دندې ته دوام ورکړ او ان اوس هم هغه په دې باندې تاکيد کړي دی چې خپلې دندې ته به دوام ورکوي‌.

د جوبايډن د میرمنې دا پرېکړه چې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر د ښځې کېدو او يا د هېواد د لومړۍ مېرمنې د صفت سره سره به بيا هم د تدريس دندې ته دوام ورکړي په دې هېواد کې د ډېرو خلکو لخوا ستايل شوې ده.

د جوبايډن مېرمن ددې ترڅنګ چې يوه ښوونکې ده، په عين زمان کې دا يوه ليکواله هم ده، ويل کېږي ددې قلم يو ځانګړی طرز لري او تراوسه یې دوه کتابونه ليکلي دي، دې خپل لومړی کتاب په ۲۰۱۲ او دوهم کتاب په ۲۰۲۰ م کال کې خپور کړ، ددې لومړی کتاب، مه هېروه، خدای زموژ پوځيان ساتي او دوهم کتاب یې د جوبایډن کيسه، په نامه و.

لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمن په لومړيو کې يوه ماډله وه او د ماډل او ښکلا په نړۍ کې یې لوی ځاي او نوم درلود، د جوبایډن مېرمن هم د ډونالډ ټرمپ له میرمنې سره په دې برخه کې يو ګډ ټکي لري.

د جوبایډن مېرمن هم له دې څخه پخوا ماډله وه، خو ددې ګډ ټکي توپیر د ډونالډ ټرمپ له میرمنې سره دادی چې د جوبایډن د مېرمنې په ژوند کې ماډل ډېر کم وخت ونيوه او د هغه د شخصيت يوه برخه نشوه، برعکس د ډونالډ ټرمپ د مېرمنې بيا ماډل د شخصيت يوه بنسټيزه برخه وه.

د جوبایډن او Jill Biden د ګډ ژوند د پيل کيسه هم جالبه ده، جوبايډن او جيل بايډن د خپل ورور په واسطه يو د بل سره پیژندلي دي وروسته له دې چې ددوی ملګرتیا پيدا شوې ده او يو بل یې د نېږدې څخه پیژندلي جوبايډن پرېکړه کړې چې جيل بايډن ته د واده وړانديز وکړي.

خو مېرمن بايډن د جوبایډن دا وړانديز په اسانۍ سره نه دی منلی، جوبايډن پوره پینځه ځله جيل بايډن ته د واده وړانديز کړی دی، څلور ځل دا وړانديز د جيل بايډن له لوري رد شوی خو په پينځم ځل بيا دې د جوبايډن وړانديز منلی دی..

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.