The news is by your side.

د برياليتوب لپاره زريني کرښې!

خبريال وېب پاڼه: بريالیتوب ته د رسيدو لپاره ډيري لارې شته شتون لري خو د زحمت او خوارۍ پرته بريالیتوب ته رسيدل ناممکن دي او هغه وخت برياليتوب ته رسيدلی شئ چې ماتوو ته تسليم نه شئ ځکه بريالیتوب ته د رسيدلو لپاره به د ډيرو ماتوو سره مخ شئ ځيني ماتي دومره زوروري وي چې انسان ناهيلی کوي خو بيا هم بايد مبارزه وکړئ د خپل ځان لپاره، د خپلې کورنۍ لپاره، د هغه چا لپاره چې ستاسو په ماتوو خفه او يا هم خوشحاله کيږي.

د البرت باندورا په نوم د ارواپوهني د يو پوه د څيړونو له مخي برياليتوب د ژوند هغه برخه نه ده چې تاسو ته خوښي درکړي بلکې بريالیتوب د ژوند هغه برخه ده چې نور خلک په تاسو وياړ وکړي ځکه هغه خلک چې برياليتوب صرف د خپل ځان خوشحالی بولي په حقيقت کې دا خلک د نړۍ ناکامه خلک دي ځکه د يو انسان خوشحالی او بريالیتوب د نورو انسانانو په بريالیتوب کې نغښتي ده او دا يو منل شوی حقيقت دی.

په دې ليکنه کې به برياليتوب ته د رسيدو په لارو وپوهيږئ چې څنګه کولی شئ د ټولني يو بريالی کس وشمېرل شئ.

* بريالیتوب ته د رسيدو لپاره لومړی ګام ډير سخت او مهم ګام دی چې په پورته کولو سره يې تاسو کولی شئ چې تر برياليتوب ته ورسيږئ خو په دې شرط چې په لاره کې د پېښ کيدوونکو ټولو ستونزو ته غاړه کيږدئ.

* بايد برياليتوب ته د رسيدلو لپاره په کاري پلان سره مخ ته ولاړ شئ که چيري ستاسو ټول کارونه په پلان سره مخ ته ولاړ شي نو ستاسو کارونه په ډيري ښه پايلي ولري.

* تاسو لومړی بايد په خپل ارزښت خپله وپوهيږئ او وړتياوو ته مو توجه شئ او د هغه کار په کولو پيل وکړئ چې تاسو يې وړتيا لرئ او تاسو پد دې پوهيږئ چې دا کار به مو ښه پايله ولري که چيري ستاسو په ذهن کې د يو کار لپاره غوره مفکوره موجوده وي او وړتيا يې لرئ د نيکو خلکو سره لومړۍ د کار په پيل او پای دواړو مشوره وکړئ او وروسته د خپل ځان او خپل کار لپاره د سهولتونو په رامنځته کولو کار وکړئ او د برياليتوب لپاره مو په کار پيل وکړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.