The news is by your side.

د ماشومانو د غوره راتلوونکي لپاره د نړۍ ۱۰ غوره هيوادونه!

خبريال وېب پاڼه: د ( يواس نيوز اينډ ورلډ ريپورټ) د څيړنو له مخې چې د ټولې نړۍ څخه پکې د ۸۰ هيوادونو د څه باندي ۲۱ زره شرکتونو برخه اخيستي وه او هيوادونه يې د اقتصاد، سياسي قدرت، د اوسيدو له کيفيت، او د ژوند له نورو سهولتونو له مخي ارزيابي کړي چې د ماشومانو د لويېدو او ښې راتلوونکي لپاره تر نورو هيوادونو غوره دي دا دي.

۱: ډنمارک، چې د ۸۰ هيوادونو له جملې د ماشومانو د لويېدو او ښې راتلوونکي له مخي لومړی مقام خپل کړي او د ژوند د سهولتونو او کيفيتونو له مخي هم د نړۍ په ۱۰ غوره هيوادونو کې ځاي لري په ډنمارک کې ټول دولتي ښوونځي وړيا دي او تر شپږ کلنۍ پوري د ماشومانو د پالني مرکزونه ددې هيواد ټولو ماشومانو لپاره وړيا دي د ډنمارک وړګړي د نړۍ لومړي درجه خوشحال خلک هم دي.

۲: سوئيډن، سوئيډن د اروپايي ټولني د لويو هيوادونو له جملي شميرل کيږي او د ماشومانو د لويېدو او ښې راتلوونکي لپاره د ۸۰ هيوادونو په منځ کې دوهم ځای لري په دې هيواد کې کورنۍ جوړښت ته ډيره پاملرنه کيږي او ماشومانو ته دولت خاصه پاملرنه کوي.

۳: ناروی، چې د اقتصاد له پلوه يو غښتلی هيواد دی او د اسکاندويايي هيوادونو له جملي شميرل کيږي د ۸۰ هيوادونو له جملي د ماشومانو د لويېدو او ښې راتلوونکي لپاره دريېم ځای خپل کړی.

۴: فنلنډ، چې د اروپا په شمال کې موقعيت لري دا هيواد د تحصيل او تعليم ترڅنګ د ژوند نوري ډيري ځانګړتياوي لري چې د بيا د ماشومانو لپاره د نړۍ څلورم غوره هيواد دی.

۵: کاناډا، د ژوند د سهولتونو له مخي کاناډا د نړۍ لومړی نمبر هيواد دی او د ماشومانو د لويېدو او ښې راتلوونکي له مخي د نړۍ پنځم نمبر هيواد دی.

۶: هالنډ، هالنډ هم د ماشومانو د لويېدو او ښې راتلوونکي لپاره د نړۍ د هيوادونو په نوملړ کې هم ځانکړی ځای لري.

۷: سوئیس، دا هيواد په مرکزي اروپا کې موقعيت لري او د ژوند د ډيرو سهولتونو لرونکی هيواد دی.

۸: نيوزيلنډ، د ارام سمندرګی سره استراليا ته ترټولو نژدي هيواد بلل کيږي او د نړۍ ډير ارام هيواد دی.

۹: اتريش، هم د نړۍ د بډايه هيوادونو له جملي دی چې ډيرو سهولتونو لرونکو هيوادونو په نوملړ کې هم ځانګړی ځای لري.

۱۰: اسټراليا، هم د نړۍ بډايه او د لوړ اقتصاد لرونکی هیواد دی چې د اولادونو د لويېدو لاره ډيري ځانګړتياوې او سهولتونو برخمن دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.