The news is by your side.

د پب جي ګېم دا ۶ پټ رازونه به مو حیران کړي

خبریال وېبپاڼه/ پب جي (PUBG) ویډیویې ګیم چې په نږدې ټوله نړۍ کې خپور شو؛ او په ډېره کمه موده کې یې په میلیونونو مینه وال وموندل. دغه ویډیویې ګیم په پیل کې ورځ په ورځ د خلکو پام ځانته ته راجلبوه او اوس هم ورځ په ورځ وده کوي.

ښایې تاسې هم د دغه ګیم په اړه ډېر څه اورېدلي وي، خو مونږ تاسو ته د دغه ویډیویې ګیم په اړه شپږ پټ حقیقتونه ترکیب کړې دي، چې په خبرېدو سره یې ښایې حیران پاتې شئ. د پب جي یا PUBG ویډیویې ګرځنده ګیم په اړه شپږ پټ رازونه څه شی دي؟

د PUBG ګیم په اړه شپږ پټ حقیقتونه په لاندې ډول دي:

۱- د PUBG (پب جي) ویډیویې ګیم دا هغه ګیم دی چې پکې یوه ډله له بلې ډلې سره جګړه کوي او هره ډله ځان سره خپل ـ خپل لوبغاړي هم لري. مګر په دې وروستیو کې بدبختانه د دغه ګیم ځینو شوقیانو د دې ګیم له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی، چې ډیری پیښې یې په هندوستان هېواد کې ثبت شوې دي او له همدې کبله د هندوستان په ګډون پاکستان هېواد کې پر دغه ګیم باندې بندېز ولګول شو. که څه هم په افغانستان کې څو میاشتې وړاندې د اترا ادارې له لوري خبر ورکړل شوی وه چې دوی به دا ګیم په افغانستان کې بند کړي خو تر اوسه پورې یاد ګیم دلته په هېواد کې نه دی بند شوی.

۲- دا هغه ګیم دی چې له نورو تجارتې شرکتونو سربیره یې پر ټلویزونونو هم اعلانونه خپاره شول. د معلوماتو له مخې کله چې دا ګیم په لومړي ځل وړاندې شو نو په هند کې د ډیری سترو او نوموتو تلویزونې چینلونو له خوا اعلانات خپاره شول چې دا لومړی ځل وه، چې په تلویزون کې د یو ګیم لپاره اعلان خپرېږي.

۳- پب جي هغه ګرځنده ویډیویې ګیم دی چې د ورځې شاو خوا ۵۰ میلیونه انلاین لوبغاړي لري یا په ساده اصطلاح د ورځې تقریباً ۵۰ میلیونه شوقیان لري. دا خورا جالبه ده، چې په یو کال کې یو ګیم دومره پرمختګ کوي او د نړۍ د ډیری وګړو د پام وړ ګرځې.

۴- د نړیوالو اژانسونو د راپورنو پر وېنا چې د دغه ګیم زیات شمېر شوقیان له هندوستان هېواد څخه دي. د سینسر ټاور پر وېنا چې دا ګیم په هند کې تر ټولو زیات ډانلوډ (ښکته) شوی دی. د یو راپور له مخې له بندېز وړاندې دغه ګیم په هند کې شاو خوا ۲۰۰ میلیونه کسانو خپلو ګرځنده مبایلونو ته ډانلوډ کړی وه.

۵- په PUBG یا پب جي ویډیویې ګرځنده ګیم کې ډیری برخې رښتینې دي او عصري ژوند پورې تړاو لري. چې د بیلګې په ډول: د ژوند معماري جوړښتونه پکې شامل دي، په شمول د ښوونځیو په شمول د روسیه له مشهور ښار چیرنوبل له دې سربیره، اټومي وسلو یو له لاسه وتلې ډیپو هم پکې ده. سربیره پردې، کنډکونه په روسیه کې داغستان سیمه او ځینې نورې برخې چې حقیقي ژوند کې تکرار شوې دي او یا هم شته دی.

۶- بوتان یا مجسمې ډیری خلک حیرانوي چې ولې په لوبو کې ډیری بوتان شتون لري. دا بوتان، د مصنوعي استخباراتو لخوا رامینځته شوي یا ځای پر ځای شوې دي، چې ترڅو په هغه باندې د نوي لوبغاړي یا د نوي نسل باور زیات کړي چې دا کار د یو مسلمان لپاره نامناسب او ناروا دی، چې د یو بوت یا یوې مجسمې عبادت وکړې او باور پرې ولري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance