The news is by your side.

د ګلکسي S21 نوې ځانګړنه مو په موټر باندې يو حيرانونکی واک درکوي

خبريال وېبپاڼه/ د ګلکسي (S21) ګرځنده مبایل په مرسته اوس خپل موټر بند او خلاص کړئ

ګیلیکسې ایس ۲۱ ګرځنده مبایل یا ټیلفون په دې وروستیو کې خورا جالبه او نوې بڼه په خپلو ګرځنده مبایلونو کې اضافه کړې ده، د دغه کرځنده مبایلونو شرکت په دې وروستیو کې په خپلو ګیلیکسې ایس ۲۱ ګرځنده مبایلونو کې هغه بڼه وړاندې کړې ده چې ښایې حیران مو کړې.

ګیلیکسې ایس ۲۱ ګرځنده مبایل په مرسته تاسو اوس کولی شئ چې د خپل د موټر لوکېشن (ځای) ومومئ له دې سربیره تاسو کولی شئ چې د دغه مبایل په واسطه مو خپل موټر خلاص او بند هم کړئ.

د رسنیو د راپورنو له مخې چې سامسنګ دا فیچر یا بڼه د آپیل شرکت په ځواب کې معرفي کړ. تاسو د دغه ګرځنده مبایل په وسیله نه یواځې کولی شئ د خپل موټر ځای یا لوکېشن معلوم کړئ.

بلکې د دې ترڅنګ تاسو کولی شئ چې د خپلو کورنیو له غړو سره پرې اړیکې هم ټینګې کړئ. دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د دغه شرکت بل ستر سیال شرکت (آیپل) په خپلو نوو نوښتونو کې ځانګړې بڼې یا فیچرې وړاندې کړې وې.

چې بیرته په ځواب کې ورته د سامسنګ ګرځنده مبایلونو ستر شرکت له لوري په ګیلیکسې ایس ۲۱ مبایل کې ورته ځانګړې بڼې وړاندې شوې، چې دا کار د ډیری نړیوالو د حیرانتیا سبب وګرځيده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.