The news is by your side.

مجرد پاتې شم يا واده وکړم؟


خبريال وېب پاڼه: واده ښه شی دی؟ ايا واده به زما په ژوند کې تغيرات راولي؟ واده وروسته به زما رول په کورنۍ او ټولنه کې څنګه وي واده سره به زه بشپړ شم او دې ورته نوري پوښتني هم شته چې انسان يې د واده مخکې (د مجردۍ) په وخت کې له ځانه کوي او په ذهن کې يې دا پوښتني ګرځي.

واده د ژوند شريکو ( ښځه او خاوند) د روغتيا او خوښۍ ، جسمي او ذهني پياوړتيا لامل کيږي د واده وروسته د انسان ژوند يو څه اندازه بشپړیږي او د يوې کورنۍ د رامنځته کيدو سبب هم ګرځي ځکه د کورنۍ پرته انسان ژوند بيا هم نيمګړی دی او د واده کولو يوازينۍ موخه هم د يوې کورنۍ رامنځته کول دي.

خو، مجردي هم د ژوند يوه ځانګړي برخه ده ځکه دا د ژوند هغه برخه ده چې انسان پکې په بشپړ ډول ازاد وي او د هغه کارونو په کولو برلاسی وي چې د انسان زړه يې غواړي دکورني مسؤوليتونو څخه يو څه اندازه خلاص او بي غمه وي انسان کولی شي چې د مجردۍ په وخت کې خپلو موخو ته په اسانه ورسيږي ځکه چې کوم خاص مسؤوليت يې پر غاړه نه وي که چيري انسان د سوداګرۍ د پيلو نيت او اراده لري نو د مجردۍ دوارن يې ډير ښه وخت دی که چيري انسان د ښه تحصيل او زده کړو هيله لري نو بايد تر هغه مجرد پاتي شي ترڅو چې خپلو هيلو او موخو ته نه وي رسيدلی انسان د مجردۍ په وخت کې کولی شي چې په ازاده توګه د خپلو ملګرو سره ناسته ولاړه وکړي، چري ووهي، د ملګرو په غم او ښاديو کې په پراخه توګه ونډه واخلي او د خپلو ملګرو زړه وساتي.

خو، د واده وروسته دا حالت توپير کوي انسان د واده وروسته خپله ټوله توجه د خپل ژوند ملګري/ ملګري ته وي انسان د واده وروسته تړل کيږي اونه شي کولی چې په بشپړ ډول خپلواک وي انسان د واده وروسته کوښښ کوي ترڅو ډيري پيسي او برياليتوبونه وګټي او د خپلي کورنۍ ورځينۍ اړتياوې پري پوره کړي د واده وروسته انسان د خپلي کورنۍ او اولادونو په اړه فکر کوي چې بايد خپلو اولادونو ته ښه راتلوونکی جوړ کړي خپلو اولادونو روغتيا، اړتياوې، تعليم او تحصيل او نور پوره کړي.

دې ټولو مسايلو ته په کتو اوس ستاسو خوښه چې واده کوئ او يا هم مجرد پاتي کيږئ!

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.