The news is by your side.

ولې طالبان له امریکا سره پاکستانی سیاست کوي؟

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د امريکا د متحده ايالاتو نوي حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري لاسلیک شوی تړون به له سره وارزوي طالبانو په سيمه کې د هغه هېوادونو سره چې د امريکا رقيبان دي تګ راتګ زيات کړی دی.

اوس تازه ددې سفرونو په لړۍ کې طالب مشرانو ايران ته سفر کړی دی، طالبانو پخپله اعلاميه کې ويلي دي چې دوی د ايران د حکومت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

تر دې وړاندې طالبانو د خپلې ادعا او امت بنسټه فکر خلاف د چين سره د نېږدې کېدو هڅه کړې وه او له دوی څخه یې د کورونا ويروس د مخنیوي په برخه کې مرسته غوښتې وه.

ددې نسبتاً اوږدې مقدمې وروسته راځو دې ټکي چې طالبان څه ډول قدم په قدم د پاکستان لار او سياست تعقيب کوي.

طالبان اوس د امريکا د نوي حکومت څخه وېره لري چې هسې نه د جوبایډن حکومت د طالبانو سره لاسليک شوې توافقنامه بې اعتباره او یا سخته مشروطه کړي.

دوی له همدې کبله اوس په سيمه کې د هغه هېودانو سره اړیکې قوي کول غواړي چې د امريکا سره د خپلو ګټو په سر مخالفت لري.

دا همغه تګلاره ده چې پاکستان یې د امريکا سره عملي کوي، پاکستان ته چې کله امريکا رشوت او يا هم خيرت ورنکړي نو بيا پاکستانی صدراعظم د چين د پلازمېنې بېجینګ يوه دوره کوي او که فشار ورباندې زيات شي بيا ان د څو ورځو لپاره روسي عسکر هم مېلمه کوي.

خو دا لاره هغه لاره ده چې پاکستان یې په نړۍ کې ډېر سخت بې اعتباره کړی دی، ډېری نړيوال قدرتونه په دې هڅه کې دي چې د پاکستان په ځاي يو ښه بديل ومومي ترڅو په دې سیمه کې ددوی د ګټو سره همغږي وکړي.

دا تګلاره به طالبانو ته تر پاکستان ډېره ګرانه تمامه شي، ځکه چې هرڅه وي پاکستان يو هېواد دی او طالبان بيا تراوسه د مشروعیت تر لاسه کولو په لومړي پړاو کې دي، په داسې وخت کې د امريکا سره د طالبانو ټکر کېدی شي د طالبانو د کرېير جوړونې کيسه په همدې لومړيو کې ورختمه کړي.

ايران او چين دوه هغه هېوادونه دي چې د افغانستان په هکله يې نيت هېڅ ښه نه دی، که څه هم دا نشو ویلی چې د امريکا نيت ښه دی خو دا ډول قمار او پاکستانی سیاست به طالبان دومره ترخه کړي او بدرنګ کړي چې بيا به يې نه ايران خوړلی شي نه چين.

طالبانو ته نېږدې سرچینې بيا په ښکاره دا سفرونه سياسي نه بولي او ادعا کوي چې د سفر موخه یې د افغان کډوالو په مسله خبرې دي، ددې ترڅنګ ويل کېږي طالبان به د ایران د مشهور اتومي ساینس پوه محسن فخري زاده فاتحه هم واخلي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.