The news is by your side.

پب جي کې خپل خاوند ته د مېرمنې جالب نوټ

خبريال وېبپاڼه/ پب جي ګېم تر ننه پورې د ډېرو کسانو ژوند ورڅخه اخيستی دی خو اوس یې د ځينو ګډ ژوند کې هم خوند نه دی پرېښی، دا چې په پب جي کې يو کس کولی شي د نورو سره وپېژني او په فردي يا د ټیم په ډول لوبه پر مخ يوسي نو اوس ډېر کسان په دې ګېم کې هم ځانته ملګري پيدا کوي خو ځينې وخت دا ملګرتيا د ډېرو نادرو پېښو سبب کېږي.

تازه همدا ډول یوه نادره پېښه په ترکيه کې شوې ده، د ترکیې هېواد په کوتاحيا ولايت کې دوه نجونې د خپل خاوندانو څخه ډېرې زړه په تنګ شوی دي او له دوی څخه یې شکایت کړی دی، دوه نجونې چې دواړه خويندي دي يوه يې ۱۷ او بله یې د ۲۲ کلونو ده.

دوی دواړه د خپلو خاوندانو څخه ځکه شکایت کوي چې خاوند یې ددوی لپاره وخت نلري، دوی وايي خاوند یې ټوله ورځ بیرون وي د شپې هم ډېر وخت بيرون تېروي کله په قهوه خانو کې وي کله د نورو دوستانو سره نو دوی هم له دې ډول واده څخه هیڅ خوشحاله نه دي‌.

د بلې خوا دا دواړه خویندې په پب جي کې هم ښې لایقې کې دي او دا ګیم يې ډېر پر مخ وړی دی او خپله ورځ په همدې تېروي او همدا لوبه کوي او د ځان زړه تنګي رفع کوي.

دې دواړو خویندو نور د خپلو خاوندانو بې پروايي نه ده زغملې او داسې يو کار ته یې لاس اچولی دی چې ټول یې ځانته حيران کړي دي.

دې دواړو خویندو خپلو خاوندانو ته یو نوټ پرېښی دی او دوی دواړو کور پرېښی دی، دوې خپل خاوند ته په نوټ کې ويلي دي چې له دې ډول واده څخه دوی نه دي خوښې چې خاوند یې ټوله ورځ بیرون وي، دې دواړو خويندو پخپل نوټ کې داسې ليکلي دي؛ موږ ته مو پام او توجه ونکړه، قهوه خانو ته ولاړئ، کوم کار مو چې کولو هغه تاسې بدل کړئ، واده تر همدې وخته پورې و.

له دې نوټ وروسته دوی کور پرېښی دی او د هغه کس کور ته تللي دي چې په پب جي کې یې ورسره ملګرتیا جوړه کړې وه.

دا کس چې د ترکیې هېواد په اوسمانيه ښار کې اوسېږي ددوی دواړو سره په پب جي کې شناخت پیدا کوي او وروسته دوی دواړه دده کور ته ورځي.

ددې نجونو خاوندانو پوليسو ته خبر ورکړی دی چې مېرمنې یې ورکې شوې دي، کله چې پوليسو دا مېرمنې پيدا کړې نو دواړو ورته وويل چې ورکې نه دي بلکې پخپله رضا یې کور پرېښی دی.

لومړی نجلۍ چې ۲۲ کاله عمر لري پوليسو ته ویلي چې پخلپه رضار د کور څخه وتلې ده او دلته د خپل ملګري سره اوسېږي، ملګری یې دلته په زور نه ده ساتلې.

پوليسو لومړۍ نجلۍ چې ۲۲ کاله عمر لري پرېښی ده، خو دوهمه چې ۱۷ کاله عمر لري د ماشومانو د ساتنې ادارې ته سپارل شوې ده ځکه چې ددې عمر د اتلسو څخه ټيټ و او دا عمر په ترکیه کې د ماشومانو عمر حسابیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.