The news is by your side.

نوی جوړ شوی ماسک حيرانونکې ځانګړنه لري

ششخبريال وېبپاڼه/  دا چې ۲۰۲۰ م کال د کرونا یا کووېډ ـ 19 ویروس له امله یو له ننګوونو او ستونزو څخه ډک کال وه خو بیا هم تیر شو. مګر په ورته وخت کې اوس هم د کرونا ویروس نوم او نښان نه دی ورک شوی او اوس هم په ځینو هېوادونو کې د یاد ویروس پیښې په چټکۍ سره دوام لري او یا هم د یاد ویروس اغیزې په نړۍ کې شتون لري.

مګر په ورته مهال د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د CES (سي ې اېس) ټېنکالوژۍ نندارې په ترڅ کې د بیلابیلو او مختلفو شرکتونو له لوري ډول ـ ډول نندارې وړاندې شوې. چې پکې خلکو ته تر ټولو د پام وړ د بلیوټوت ماسکونه وه.

یاد ماسک د امریکا په لاس ویګاس کې د نړۍ تر ټولو ستر ټېکنالوژۍ نندارتون کې معرفي شو. دا ماسک د بیناتون په نوم یو شرکت له لوري جوړ کړای شو چې دا یو بریتاناوې شرکت دی.

د دغه شرکت پر وېنا کله چې تاسو دا ماسک واچوئ او خبرې کوئ نو ستاسو غږ به ورته والی ولري. دوی وایې په دې ماسک کې یو سرسيټ هم شتون لري چې پر بنسټ یې تیلفون کې هم خبرې کولی شئ.

د بیناتون په نوم دغه شرکت زیاتوې، چې ماسک د غږ د ځانګړتیاوو سره سره د میوزیک غږولو لپاره ډیجیټل معاون سري او ایمیزون ملاتړ هم لري. د شرکت د معلوماتو پر بنسټ چې په ماسک کې نصب بلیوټوت کولی شي د 12 ساعتونو لپاره کار وکړي او له دې وروسته ماسک به چارج کولو ته اړتیا ولري.

د معلوماتو له مخې چې د نوموړي ماسک قیمت تقریباً 50 آمریکایي ډالر ښودل شوی دی، چې شاو خوا 5 زره افغانۍ قیمت لري.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.