The news is by your side.

سټرس يا فشار څخه څنګه ځان وساتو؟

خبريال وېب پاڼه: سټريس يا فشار چې يو ډول روني ناروغي ده د انسان ذهن تر خپل تاثېر لاندي راولي سټرس يا فشار د انسان په ورځيني کارونو هم اغيز کولی شي په هر انسان کې سټرس يا فشار توپير لري ځيني وخت سټريس يا فشار دومره اغيزمن شي چې انسان ورسره خپل کنټرول له لاسه ورکوي او ذهن يې ګډوډ شي انسان داسي وخت کې بيا اکثره ځان نه شي کنټرولوی.

سټرس يا فشار په دوه ډوله دی لومړی ځان کنټرولونه چې په داسي وخت کې انسان ځان درک او احساسولی شي او انسان تر خپل کنټرول لاندي وي خو دوهم ډول يې ځان نه کنټرولونه ده مطلب دا چې په داسي حالاتو انسان نه شي کولی چې خپل ځان کنټرول ذهن او عصاب يې ډير ناارامه وي ان تر دې پوري چې يوه معمولي خبره هم په داسي وخت کې په انسان بد تاثېر کوي او د شخړي لامل ګرځي.

سټرس يا فشار د انسان څخه خوشحالي اخلي انسان په ويره کې اچوي زياتره وخت انسان د ډار احساس کوي يا دا چې کومې بدې پيښې سره به مخامخ شي د شپي لخوا په تياره کې د ډار احساس کوي او يا هم ځيني وخت په رڼا کې هم ويريږي.

د څيړنو له مخي په نړۍ کې شاوخوا ۸۰% فيصده خلک يو ډول نه يو ډول تر فشار لاندي دي ځيني خلک د کاري ځای او سخت کار کولو له امله تر فشار لاندي وي ځيني زياتره وخت ځانته وي او يوازيتوب هم يو ډول سټرس يا فشار دی دا هغه وخت دی چې انسان باندي د نورو انسانانو خبري او کارونه بد لګي انسان په داسي وخت کې تل هڅه کوي چې يوازي پاتي شي کله چې يوازي پاتي شي نو د انسان په ذهن کې ډول ډول پوښتني او خبري پيداکيږي چې دا هم د انسان په ذهن ډير بد تاثير کوي بل دا چې اقتصادي مشکلات هم انسان د سټرس يا فشار خواته کش کوي د انسان ذهن ناارامه کوي د ټکنالوژۍ انټرنيټ موبايل او کمپيوټر زيات استعمال هم د انسان په ذهن بد تاثير کوي کوښښ وکړئ چې د تنکالوژۍ انټرنيټ موبايل او کمپيوټر د زيات استعمال څخه ډډه وکړئ ځکه چې دا شيان ډيري تيزي شعاګاني لري چې په سترګو نه ښکاري خو انسان ذهن تر فشار لاندي راولی.

د سټرس يا فشار څخه څنګه خپل ځان وساتو؟

لومړی دا چې د ډيرو فکرونو او اندېښنو ځان وساتئ، وخته ويده شئ، وخته وېښ شئ، د ډير خوب کولو څخه ډډه وکړئ، د ټکنالوژيکي شيانو لکه انټرنيټ موبايل کمپيوټر د زيات استعمال څخه ډډه وکړئ، منظم خوړاه استعمال کړئ، چای او قهوه زياته وڅښکئ ځکه چې چای او قهوه کافئين لري او کافئين د انسان ذهن ارامه کوي، د ډير کار کولو ډډه وکړئ د يو ساعت کار کولو وروسته کوښښ وکړئ چې د پنځه دقيقو لپاره ارام وکړئ د ډيري درملو د خوړلو ډډه وکړئ او نور…

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.