اروپا کې کرونا قابو خو امریکا کې چټک روان دی
خبریال وېب پاڼه/تېرې دری اونۍ د اروپا لپاره مرګونې او له ژورې وېرې ډکې وې خو روانه اونۍ کې د اروپا لپاره په نسبي توګه ښه وه، هخوا امریکا بیا د کرونا تر سخت برید لاندې ده.
تېره میاشت کله چې کرونا تازه د چین او ایران له پولو اروپا او بیا امریکا ته واوښت، په لومړیو کې اروپا مېشتی ایټالیا هې،اد او ورپسې د همدې لویې وچې بله خاوره (اسپانیا) د کرونا تر بې رحمه برید لاندې راغلل. شاوخوا دری اونۍ یې په دغو دواړو هېوادونو کې ژوره قرباني واخیسته او د قربانیو په کتاز کې د نړۍ تر بل هر هېواد مخکې شول.
خو کله چې امریکا کې کویډاـ۱۹ خپلې پښې خښې کړې، دغه هېواد یې له ډېر سخت او ویرجن حالت سره مخ کړ او په ډېره کمه موده کې یې ډېر وګړي په دغه ویروس ککړ شول. تر دې مهاله په امریکا کې شاوخوا ۳۶۷ زره کسان په کویډاـ۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوي دي. تر ۱۰۸۷۰ ډېر کسان یې وژلي هم دي.
په داسې حال کې چې په اروپایي مېشته ایټالیا کې د مړینې شمېر تر ۱۶۵۰۰ لوړ دی خو په روانه اونۍ کې یې د قربانیو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی او په ټول هېواد کې یې شاوخوا ۱۳۲ نیم زره کسان په کرونا باندې ککړ دي. اسپانیا کې هم د مړو شمېر څه کم ۱۳۷۰۰ کسانو ته رسېږي خو د ایټالیا په شان روانه اونۍ د دغه هېواد د مثبتو پېښو او مړینو په شمېر کې هم د پام وړ کموالی تر سترګو کېږي.
دېخوا ته په آسیا کې هم د کرونا د قابو کېدو څرک تر سترګو کېږي او ویل کېږي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په چین کې د کرونا له امله هېڅ مړینه ثبت شوې نه ده. چین هغه هېواد دی چې په لومړي ځل کرونا په کې را پیدا شو او د دغې هېوا ګڼ شمېر وګړي یې ووژل.
په دې وروستیو کې چین له سیمې او نړۍ سره هم خپلې طبي او بشر دوستانه مرستې پیل کړې دي چې تر دې مهاله یې د افغانستان او پاکستان په ګډون ځینو اروپایي هېوادونو ته هم خپلې روغتیایي مرستې رسولې دي.
امریکا وار له مخې خپل ولس ته د کرونا له امله د قربانیو لوړه شمېره اعلان کړې او روانه اونۍ یې د دغه هېواد له پاره تر ټولو بده اونۍ پیشبیني کړې ده. امریکا په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله د زیاتو قربانیو ریکارډ هم خپل کړی چې دوه ورځې وړاندې یې په یوه شپه او ورځ کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان وژل شوي وو.
دا چې کرونا به له امریکا څومره قرباني اخلي، له وخت وړاندې خبره ده خو د دغه هېواد ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ په یوه بیان کې ویلي وو چې ښایي تر ۲۴۰ زره امریکایي وګړي ووژني.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.