The news is by your side.

مشعل: سر له نن ټول بند پاتې افغانان پرېښودل کېږي

خبریال وېب پاڼه/په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل په خپل تازه ټویټ کې لیکلي چې سر له نن سه شنبې په پاکستان او کوزه پښتونخوا کې بند پاتې شوي افغانان به افغانستان ته پرېږدي.

تر دې وړاندې د اپریل له ۶ مې تر ۹ مې نېټې پورې هره ورځ یوازې زرو بند پاتې شویو افغانانو ته هېواد ته د را ستنېدو خبره شوې وه، خو پرون له تورخم هخوا تر زرو زیات افغانان هېواد ته د را ستنېدو په نیت ولاړ وو چې د پاکستاني پولیسو لخوا اجازه نه ورکول کېده. ښاغلی مشعل وایي چې له افغان چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي څو د را ستنېدونکو افغانانو لپاره خپل روغتیایي تدابیر زیات کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون په ټول زرو را ستنو شویو افغانانو کې د هېچا ټیسټ مثبت نه دی را وتلی، نو همدې اصل ته په کتو ټاکل شوې ده نن سه شنبې له تورخم کمپ څخه ټول قرنطین شوي کسان چې شمېر یې زرو کسانو ته رسېږي، خپلو کورونو ته خوشي کړل شي.

د ننګرهار چارواکو مخکې ویلي وو چې ټول را ستنېدونکي افغانان به له ۱۴ تر ۲۱ ورځو پورې په یاد شوي کمپ کې قرنطین کېږي خو تېره شپه د ولایتي چارواکو د ګډې پرېکړې په ترڅ کې فیصله شوې ده چې کوم کسان چې د کرونا ویروس ناروغي نه لري، کورونو ته به یې استوي.

کرونا په یوه نړیواله وبا اوښتې ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې یې د وېرې او ترهې فضا خپره کړې ده. تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې تر ۱۳ لکه ډېر کسان په کرونا ویروس اخته دي چې شاوخوا ۷۰ زره کسانو یې له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د ډېرو وژل شویو کسانو د جدول په سر کې ایټالیا او امریکا دي چې په یوه کې تر ۱۵ زرو او په دویم هېواد کې بیا تر ۱۰ زرو زیات کسان د کویډاـ۱۹ له امله وژل شوي دي. امیکا لا هم په کرونا د اخته کسانو د شمېر له مخې د لېست په ر کې ده چې تر ۳۴۸ زرو زیات کسان یې په دغه ویروس ککړ دي.

افغانستان کې تېره ورځ د دغې ویروس له امله د اخته شویو کسانو شمېر ۳۶۷ کسانو ته ورسېد. په دې ډله کې د یوه ډاکتر په ګډون لس کسان د دغې ناروغۍ له امله وژل شوي او شاوخوا رغېدلي هم دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل زیاتوي چې سر له نن سه شنبې به پرته له دې چې د زرو کسانو محدودیت په پام کې ونیول شي، افغانان به خپل هېواد ته ستانه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.