The news is by your side.

فلوریډا ایالت هوايي ډګر کې ۳۵۰۰موټر څنګه وسوځېدل ؟

خبریال ویب پاڼهد امریکا متحده ایالاتو د فلورېډا ایالت په هوايي ډګر کې د ناببره اور د لګېدو له عمله لږ تر لږه (۳۵۰۰) موټران سوځل شوي دي .‌ تر دم ګړیه لا دا نه ده روښانه چې دا موټرو څنګه اور واخیست او ولي وسوځېدل ؟

دا اور د کرايي موټرو په یوه پارکینګ کې ولګېدو او تر ډېره بریده یې پراخ مالي تاوان واړاوه .

هوايي ډګر د امریکا د فلورېدا ایالت د د فورت مایرز په سویل لوېدیځ کې جوړ دی چې یو له لویو هوايي ډګرونو ګڼل کېږي .

اور په لمړي سر کې په شلو موټرو کې ولګېدو ؛ خو ډېر ژر له کابو ووت او سلګونو او زرګونو ته ورسېدو .

امریکا يي چارواکيوايي چې د اور په کنټرولولو باندي ۱۸ ساعته وخت واووښت ؛خو د دوی په خبره هوايي ډګر ته یې کوم زیان نه دی اړولی .

دا اور په داسيوخت کې لګېدلی چې له یوې خوا کرونا وایرس نړۍ په مخ ه را اخیستې او له بله لوري د نړۍ ډېری لوی او واړه ښارونه قرنطین دي .

د اور لګېدو د فلورېدا ایالت په وګړو کې وېره را پیدا کړې ده چې ایا دا به کومه لوبه نه وي ؟

ځکه په دې وروستیو کې د ۵ جيد انټر نیټ پر انتنونو په بریتانیا کې هم بېړنی کار روان دی او د کرونا وایرس سره هم مهاله په بریتانیا کې پر سړکونو د وژل شویو مارغانو ویډیو ګانې هم په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېږي .

د بریتانیا ځیني وګړي داسيانګېري چې د کرونا وایرس سره هم مهاله د (۵ جي ) انټرنیټي خدمتونو د فعالولو او تجربه کولو په پایله کې په بریتانیا کې سلګونه او زرګونه مارغانو ژوند له لاسه ورکړی دی .

په امریکا کې د خبریال ډاټ کام همکار میرویس جلالزی وايي چې د فلورېدا ایالت له ناببره اورلګېدنې سره هم بیلا بیلو تیوریانو سر وهلی دی او خلک بیلا بیل شکایتونه کوي .

امریکا يي چارواکيوايي چې اور د جمعې په ورځ پیل شو او تر اتلسو ساعتونو یې دوام وکړ ،د دوی په وینا اوس اور کابو شوی ؛ خو پلټنې دوام لري چې پایلي به یې له ولس سره شریکي کړل شي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.