The news is by your side.

باربادوس انلاين کار کوونکو ته په ۲۰۰۰ ډالر ویزه ورکوي

خبريال ویبپاڼه/ کورونا ويروس نه يوازې چې په نړۍ کې یې د انسانانو ژوند له خطر سره مخ کړ بلکې د انسانانو د کار کولو طرز یې هم بدل کړ، اوس چې د کورونا ويروس له وېرې ډېری فابريکې او شرکتونه په ډاډه زړه کار نشي کولی ډېر زيات ورسره بېکاره شوي دي او د پيسو د ترلاسه کولو او ځان چلولو بېلابېلې لارې چارې لټوي.

په دې کې شک نشته چې د فابريکو، شرکتونو، مارکېټونو تړل کیدو د خلکو ترڅنګ دولتونو ته هم لوی زيانونه وارول، ځکه دولت هم له دې ډول توليدي او مارکېټي ځايونو څخه ماليه اخلي او پيسې ترې ترلاسه کوي.

اوس نو چې دا خبره دومره لويه شوه دولتونه هم هڅه کوي د پيسو ترلاسه کولو د دولت د بوديجې او اقتصاد د ښه کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې ولټوي.

په دې برخه کې ترټولو لوی اومېد انلاين کاروبار ته دی، ځکه دا ډول کار ډیر ګټور تمامیږي، نه يو څوک د کار د ځاي د کرايې غم لري او نه هم اړتيا لري چې په کار پسې کوم بل ځای ته ولاړ شي.

باربادوس چې د جنوبي امريکا له هېوادونو څخه دی او د خپلو ټولو عوايدو يو په دريمه برخه به یې د بهرنیو سیلانیانو څخه ترلاسه کوله د خپل اقتصادي وضعيت د ښه کولو لپاره د ويزې ورکولو يو نوی پروګرام اعلان کړی دی.

ددې پرواګرام په بنسټ هغه کسان چې آنلاين کار کوي کولي شي د ځينو شرايطو په عملي کولو سره ددې هېواد ويزه په اسانۍ ترلاسه کړي، ددې هېواد د حکومت له لوري په خپاره شوي يو بيان کې راغلي دي، کوم کسان چې د کال ۵۰ زره ډالر عوايد لري او انلاين کاروبار کوي کولي شي د دوه زره ډالرو په مقابل کې د باربادوس يو کلنه ويزه ترلاسه کړي.

دا ویزه به د راتلونکي کال لپاره د تمدید وړ وي او کوم کسان چې دې هېواد ته تللي او غواړي د يوه کال څخه زيات پاتې شي نو کولی شي چې دا ویزه بيا بيا تمدید کړي.

هغه کسان چې د کورنۍ سره يو ځای ولاړ شي او غواړي کورنۍ ويزه ترلاسه کړي نو په دې صورت کې به له دوی څخه د دوو زرو ډالرو په ځای درۍ زره ډالر اخیستل کیږي، کورنۍ ويزې هم بيا لپاره د تمديد وړ دي.

باربادوس يو له هغه هېوادونو څخه دی چې د کورونا ويروس د پېښو شمیره پکې په ترټولو ټيټه کچه کې ده، د جان هوپکيسن د پوهنتون د ارقامو په بنسټ د جنوري ۲۵ وروسته په دې هېواد کې د کورونايی ناروغانو شمېر صرف ۱۴۰۱ و، باربادوس کې چې ټول نفوس یې ۲۸۴ زره دی يوازې لس کسانو د کورونا ويروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی‌

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.