The news is by your side.

د ماښام د ډوډۍ د نه خوړولو لوی زيان ملعوم شو

خبريال وېبپاڼه/ عموماً روغتیا پوهانو تراوسه ډېر زيات تاکيد د سهارنۍ کاوه، ځکه سهارنۍ نکول د وږي بدن نور وږي کول دي او سخت زيانونه لري خو اوس تازه په جاپان کې پوهانو او څېړونکو د هغه کسانو د روغتیا په هکله ګواښونکې پايلې اعلان کړې دي چې د ماښام ډوډۍ نه خوري.

د جاپان د اوساکا پوهنتون څېرندویانو په دې هېواد کې د ۱۸ زره نارینه و او ۸ زره ښځينه و روغتيايي تاريخچې کتلې او څېړلې دي، ددې څېړنو پايلې حيرانونکی دي.

د عامو خلکو تمه او اند دادی که چېرې دوی کوم وخت ډوډۍ کمه وخوري نو دا به ددې سبب شي چې دوی خپل وزن له لاسه ورکړي او ډنګر به شي، خو په جاپان کې ترسره شوې دا څېړنه ددې بارونو او فکر غلط والی ثابتوي.

جاپانی پوهانو په خپلو څېړنو کې موندلې ده هغه کسان چې د ماښام ډوډۍ نه خوري د يو غیرې صحي چاغښت سره مخ کېږي، داسې چاغښت چې سبب او محلول یې صرف بې ګټې وازدې وي.

جاپانی ساینس پوهان وايي چې د ۱۸ زرو نارينه و او ۸ زرو ښځينه و د ژوند درۍ کلنۍ تاريخچه ېې څېړلې ده، دوی وايي هغه کسان چې د ماښام ډوډۍ به یې نه خوړله همدا اوس يا زيات وزن لري او یا یې څه وخت مخکې زیات وزن درلود په ټوله کې دا ډله خلک ژر وزن اخلي خو هغه کسان چې پخپل وخت یې د ماښام ډوډۍ خوړلې ده خپل نورمال وزن یې ساتلی دی.

په دې څېړنه کې څېړل شويو نارينه و کومو چې زيات وزن اخیستی دی ویلي چې د ماښام ډوډۍ یې ډېر وخت سمه نه خوړله کم خوب یې کاوه او نور وختونه ډوډۍ خوړل یې هم غیرې منظم و.

په څېړنه کې يو بل د پام وړ ټکی دادی چې هغه کسانو چې زيات وزن يې اخيستی دی ويلي چې دوی به عموماً د ماښام ډوډۍ نه خوړله خو بيا به یې د شپې په وروستيو ساعتونو کې ډوډۍ او خواړه خوړل.

پوهان وايي چې د يو وخت ډوډۍ نه خوړل ددې سبب کېږي چې په بل وخت کې يا لږ په ځنډ سره یو کس ډېره زياته ډوډۍ وخوري او دا ددې سبب کېږي چې دا ډول کسان زيات وزن واخلي.

پوهان په دې اند دي چې د هر وخت ډوډۍ بايد پخپل وخت وخوړل شي او داسې ونشي چې د ډوډۍ ترمنځ بل څه زیات وخوړل شي او ډوډۍ وخت کې بيا انسان خپله اشتها له لاسه ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.