بېل ګېټس په ځان باندې لګېدلی لوی تور رد کړ
خبريال وېبپاڼه/ په ژوند کې شهرت او مال هر وخت ښې پايلې يا ټول ښه اړخونه نلري، بلکې ځینې وخت دا مال او شهرت ددې سبب کېږي چې ځینې کسان د بېلابېلو سببونو له کبله ستاسې په وړاندې ودرېږي، کېدی شي ځینې یې په حقه وي خو ځینې به بيا نور مطلبونه لري.
د هغه وخت څخه چې کورونا ويروس پيدا شوی دی او په دې برخه کې بېل ګېټس هم بار بار خپل نظر بيان کړی ځینو کسانو بېل ګېټس ته ګوته نیول پيل کړي دی.
ځینې کسان په دې اند دي چې ولې بېل ګېټس د واکسينونو دومره شوق او علاقه مند دی، بېل ګېټس په ښکاره دا د خير ډک کارونه صرف د بشریت لپاره کوي، خو نيوکه کوونکي او منتقدین بيا وايي چې د بېل ګېټس نېږدې خلک، هغه کسان چې د بېل ګېټس سره په ګډه د ځينو پروګرامونو ملاتړ کوي پخپله د نړۍ دښمنان دي.
منتقدین دا هم وايي چې د کوم ډيجيټل انقلاب، بلاکچېن ملاتړ چې بېل ګېټس کوي هغه په حقیقت کې د انسان د کامل کنټرول او غلام کولو يوه پروژه ده.
په ځانګړي ډول د کورونا ويروس سره ډېر په بېل ګېټس نیوکې زیاتې شوې دي، نیوکه کوونکي وايي بېل ګېټس د يوې لویې ډلې يو کس دی او غواړي چې د واکسين په ذريعه د انسان په ډي اېن اې کې مداخله وکړي.
خو بېل ګېټس چې تازه یې د رويټرز خبري اژانس سره مرکه درلوده ددې نيوکو په وړاندې وویل چې دا حيرانونکې او بدې دي.
بېل ګېټس زياته کړه چې کېدی شي ددې ډول خبرې کوونکو ذهن کورونا ويروس او روان ناوړه حالت خراب کړی وي، خو د بېل ګېټس په هکله دا نیوکې د کورونا ويروس سره محدودې نه دي بلکې کلونه مخکې هم دا ډول نیوکې موجودې وې.
د کورونا ويروس سره د بېل ګېټس تړل هغه وخت پيل شول چې کله څو کاله وړاندې دده د وینا یوه ویډیو په انټرنټ کې خپره شوه.
په دې ویډیو کې بېل ګېټس ويلي چې څو کاله وروسته به لوی ګواښ اتومونه نه وي بلکې لوی ګواښ به ويروسونه وي.
بېل ددې نیوکو په ځواب کې ويلي دي چې دا نیوکې بدې دي او دی دا ډول نیوکو حیران کړی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.