The news is by your side.

په کارې ساحه کې څنګه د خوب څخه مخنيوی وکړو؟

خبريال وېب پاڼه: بې خوبي يا کم خوبي د نوي عصر يو له لويو ستونزو څخه ده ځکه چې هر اوس وخت کې د انسان مصروفيتونه دومره ډير شوي دي چې انسان پکې په کمه اندازه خوب کوي کم خوب يا بې خوبي زموږ په ورځني کار هم ډير تاثېر اچوي زياتره خلک د کار په وخت کې د خوب احساس کوي او د همدې خوب له کبله نه شي کولی خپل کار ته په سمه توګه ادامه ورکړي.

کم خوبي يا د بې خوبۍ احساس يوازي هغه وخت کې نه کيږي چې د انسان خوب پوره نه وي بلکې ځيني انسانان دومره لټ يا سست وي که ۲۴ ساعته خوب هم وکړي خو بيا هم په کارې ساحه کې د خوب احساس کوي.

په کارې ساحه د بې خوبۍ احساس څخه د خلاصون يوه لار دا هم کيدی شي هر کله مو چې په کاری ساحه کې د خوب احساس کولو نو يو څو شېبو لپاره په کوم ځای کې چې ناست اوسئ سترګي پټي کړئ او د هر ډول فکرونو څخه ځان اوساتئ داسي ځان احساس کړئ چې ګواکی تاسو د خوب په بستر ويده ياست خو داسي نه چې په بشپړ ډول ويده شئ يوازې دومره چې ستاسو ذهن ارام شي او يا که په چوکۍ چې ناست او کا کوئ په چوکۍ کې سر کيدئ سترګي مو پټي کړئ او چوکۍ ته ټکان ورکړئ دا هم ستاسو د خوب مخنيوی کوي.

دوهم دا چې که چيري په کارې ساحه کې مو د خوب احساس کولو نو کار پريږدئ او د يو څو شيبو لپاره قدم ووهئ دا هم کولی شي چې ستاسو د خوب مخنيوی وکړي.

او يا هم په کارې ساحه کې کوښښ وکړئ چې په زياته اندازه د چای يا قهوي څخه ګټه واخلئ ځکه چای او قهوه په کافي اندازه کافئين لري او په کاري ساحه مو د خوب د احساس څخه ساتي چای او قهوه ستاسي ذهن او جسم دواړه ارامه کوي که چيري تاسو په کاري ساحه د چای او قهوي څخه زياته ګټه واخلئ نو تاسو کولی شئ چې خپل ورځني کارونه په صحيح ډول مخي ته يوسئ او د بې خوبۍ له احساس څخه مو ژغوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.