پر امریکا د کرونا د خپرېدو شک دی
خبریال وېب پاڼه/به امریکایي رسنیو کې د دغه هېواد د یوه سناتور د هغې وینا په هکله ناندریز بحثونه روان دي چې ویلي یې دي، امریکا له لسو کلونو را په دې خوا د ویروسونو په پېژندنه او مخنیوي کې تحقیقات کړي دي.
د مورفي په نوم د دغه هېواد یوه مشهور سناتور په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو را هیسې امریکا د ویروسونو د پېژندنې او د هغو پر وړاندې د مخنیوي لپاره څېړنې او تحقیقات کوي چې تر دې دمه یې شاوخوا ۱۲۰۰ ډوله ویروسونه هم تشخیص کړي دي.
نوموړی زیاتوي چې په پورتنیو یادو شویو ویروسونو کې د کرونا ۱۶۰ ډولونه هم شامل دي. د مورفي په وینا امریکا دا پروژه د چین په ووهان کې مخته وړله او د ویروسونو په هکله یې پلټنې کولې خو د ویروس له خپرېدو دوه میاشتې وړاندې دغه پروژه د ټرمپ لخوا درول شوې وه.
تر دې وړاندې یو شمېر اروپایي او امریکایي هېوادونو پر چین او روسیه د دغې ویروس د خپرېدو او بیولوژیکي جګړې تورونه بسته کول. ډېری وخت به د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې هم دغه ویروس په چینایي ویروس باندې نوماوه چې د چین له سخت غبرګون سره هم مخ شوی ؤ.
کرونا اوس په یو نړیوال ناورین بدل شوی دی چې د ځمکې په سره له تقریباً هر هېواد نه یې قرباني اخیستې ده او په دې وروستیو کې یې خپله امریکا هم تر سخت او خونړي برید لاندې راغلې ده. تر دې مهاله په امریکا کې شاوخوا ۳۶۷ زره کسان په کویډاـ۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوي دي. تر ۱۰۸۷۰ ډېر کسان یې وژلي هم دي.
هخوا په اروپایي مېشته ایټالیا کې د مړینې شمېر تر ۱۶۵۰۰ لوړ دی خو په روانه اونۍ کې یې د قربانیو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی او په ټول هېواد کې یې شاوخوا ۱۳۲ نیم زره کسان په کرونا باندې ککړ دي. اسپانیا کې هم د مړو شمېر څه کم ۱۳۷۰۰ کسانو ته رسېږي خو د ایټالیا په شان روانه اونۍ د دغه هېواد د مثبتو پېښو او مړینو په شمېر کې هم د پام وړ کموالی تر سترګو کېږي.
په ټوله نړۍ کې تر ۱۳ لکو زیات کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي چې له ډلې یې ټوټال تر ۷۰ زر زیت کسان وژل شوي هم دي.
دله په افغانستان کې بیا تېر ۲۴ ساعتونه د کرونا د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ښیي چې ۵۶ ده. په دې کې ۲۷ له هرات، ۱۲ له کابل، ۱۰ له کندهار او دوې نورې بیا په ننګرهار کې ثبت شوې دي. په مجموعي توګه په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۴۲۳ ته لوړې شوې.
امریکایي رسنۍ د مورفي په څرګندونو هر اړخیز بحثونه کوي او وایي چې امریکا ښایي په یوه نه یوه بڼه په دې ویروسي جګړه کې ښکېله وي او یا ښایي د امریکا د بې پروایۍ له امله دغه ویروس خپور شوی وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.