The news is by your side.

له تورخم د زرګونه افغانانو را اوښتل او د کرونا ګواښ

خبریال وېب پاڼه/نن سه شنبې د روانې اپرېل میاشتې ۷ مه نېټه د تورخم له دروازې زرګونه کسان پرته له معاینې ننرهار ته را داخل شول.

دغه زرګونه کسان چې ټاکل شوې وه معاینات یې وشي او د همدې میاشتې تر ۹ مې نېټې پورې هېواد ته را ستانه شي، نن په بې سابقه توګه له تورخم څخه پرته له دې چې دخولي او خروجي ټاپې یې ووهل شي او یا یې د کرونا معاینات وشي، را ستانه شول.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې په تورخم دروازه کې بې کچې ګڼې ګوڼې اړ کړل چې دغې را ستنېدونکو کډوالو ته پرته له معایناتو د داخلېدو اجازه ورکړي. دوی پر پاکستاني لوري او یو شمېر کورنۍ مافیا باندې دا پړه اچوي چې غواړي په ننګرهار کې د کرونا پر وړاندې نیول شوي تدابیر له منځه یوسي.

تر دې وړاندې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل په خپل تازه بیان کې ویلي وو چې سر له نن سه شنبې په پاکستان او کوزه پښتونخوا کې بند پاتې شوي افغانان به افغانستان ته پرېږدي. دوی د افغان لوري د بشپړ چمتووالي خبر هم ورکړی ؤ.

مخکې ټاکل شوې وه د اپریل له ۶ مې تر ۹ مې نېټې پورې هره ورځ یوازې زرو بند پاتې شویو افغانانو ته هېواد ته د را ستنېدو خبره شوې وه، خو پرون له تورخم هخوا تر زرو زیات افغانان هېواد ته د را ستنېدو په نیت ولاړ وو چې د پاکستاني پولیسو لخوا اجازه نه ورکول کېده. ښاغلی مشعل وایي چې له افغان چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي څو د را ستنېدونکو افغانانو لپاره خپل روغتیایي تدابیر زیات کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون په ټول زرو را ستنو شویو افغانانو کې د هېچا ټیسټ مثبت نه دی را وتلی، نو همدې اصل ته په کتو ټاکل شوې ده نن سه شنبې له تورخم کمپ څخه ټول قرنطین شوي کسان چې شمېر یې زرو کسانو ته رسېږي، خپلو کورونو ته خوشي کړل شي.

د ننګرهار چارواکي وایي د پولې هخوا او دېخوا ته ځینې کړۍ هڅه کوي په لوی لاس ننګرهار د کرونا پر وړاندې له یو بحران سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په هرات کې هم د کډوال په بې سابقه را تګ سره په دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپور شو او د ولایتي او مرکزي چارواکي د ناسم مدیریت له امه د کرونا مثبتې پېښې لوړې شوې.

له پاکستان څخه د زرګونو افغانانو د راتګ خبر داسې وخت ورکول کېږي چې په دغه هېواد کې د کرونا شاوخوا ۳۸۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۵۴ کسان یې وژلي هم دي. په پاکستان کې له اقتصادي رکور سربېره د لویې بشري فاجعې وېره هم شته ده او یوازې تېره ورځ یې په دغه هېواد کې شاوخوا ۳ سوه زره تبلیغیان چې د کرونا مشکوکې پېښې په کې لیدل کېدې، کرنتین شوي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.